-
اردوغان په يو وخت له امريکې،روسيې او ايران سره د تعلقاتو په ساتنه تاکيد وکړ
Apr 12, 2018 14:37د ترکيې ولسمشر له امريکې او لويديځ سره د تعلقاتو په ساتنې باندې په تاکيد سره وويل، له روسيې، ايران او چين سره تعلقات د انقرې د روابطو مکملونکي دي.
-
روحاني: تهران او ماسکو د سټراټيجکو تعلقاتو په لار کښې شتون لري
Apr 09, 2018 15:31د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر په دې باندې په تاکيد سره چې تهران او ماسکو د بشپړه سټراټيجکو تعلقاتو په لار کښې شتون لري وويل: د ايران او روسيې دوه اړخيز، سيمه ايز او نړيوال تعلقات په وروستيو کلونو او تېرو لسيزو کښې په بشپړه توګه ځانګړي وو او دي.
-
د غزې د خلقو په ځپنه کښې د صهيونېسټي رژيم په اقدام د روسيې او د لاهې محکمې نيوکه
Apr 09, 2018 15:06د روسيې خارجه وزارت د غزې د خلقو په خلاف د صهيونېسټانو د وروستي جنايت په ردعمل کښې دغه جنايت د نه منلو وړ وبلۀ.
-
د سوريې د حالاتو په اړه د اردوغان او پيوټن ټېلفوني خبرې اترې
Apr 09, 2018 14:47د ترکيې او روسيې ولسمشرانو د سوريې د حالاتو په تېره بيا په دوما ښار باندې د حملې په اړه ټيلفوني خبرې اترې وکړې.
-
د اسرائيلو د جنګ وزير په سوريې په توغنده اي حملې اعتراف وکړ
Apr 09, 2018 13:23د صهيونېسټ رژيم د جنګ وزير په ضمني توګه د سوريې په حمص کښې په هوائي ډګر باندې په توغنده اي حملې اعتراف وکړ.
-
د سیمې او نړۍ امنیت د ایران او روسیې په ملګرتیا سره تامینیدی شي
Apr 08, 2018 15:06د ایران د پارلیمان د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن مشر د ایران او روسیې پارلیمانونه د دوه اړخیزو اړیکو چلونکي انجڼونه وبلل او ویې ویل: په مختلفو برخو کښې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره د لارې د نقشې برابرول ضروري دي.
-
د ایران خارجه وزیر له څلور ورځني سفر وروسته هیواد ته راستون شو
Apr 07, 2018 00:45د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر ترکیې، آذربایجان جمهوریت او نخجوان خودمختاره جمهوریت ته له څلور ورځني سفر وروسته تهران ته راستون شو.
-
د روسيې د دفاع وزير: داعش په افغانستان کښې د اډې جوړولو په حال کښې دے
Apr 05, 2018 14:42د روسيې د دفاع وزير وويل، په سوريې کښې له ترهه ګرو سره د ايران او روسيې د ائتلاف له پرېکنده مقابلې وروسته داعش ترهه ګره ډله په نورو سيمو او په تېره بيا په افغانستان کښې د اډې جوړولو په حال کښې ده.
-
د ايران، روسيې او ترکيې د ولسمشرانو لخوا د انقرې د غونډې وروستۍ بيانيه
Apr 04, 2018 14:23د ايران، ترکيې او روسيې ولسمشرانو د انقرې د غونډې په آخر کښې په يوه ګډه بيانيه کښې په سوريې کښې د ترهه ګرو تر بشپړه نابودۍ پورې له ترهه ګرۍ د مبارزې په دوام تاکيد وکړ.
-
روحاني: د سوريې بحران فوځي حل لاره نه لري
Apr 04, 2018 12:11د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشرد آستانې د خبرو اترو چلند او د سوريې په بحران کښې د ايران، ترکيې او روسيې رول مهم وبلۀ او تاکيد يې وکړ: د سوريې د بحران د ختمولو، د دغه هېواد د بيا رغونې لپاره د ضروري حالاتو د برابرولو او خپل د ژوند تېرولو ځاے ته د کډوالو د ستېدو د زمينو د رامنځته کولو لپاره درې واړه هېوادونه او نړيواله ټولنه واقعي هلې ځلې وکړي.