روحاني: د سوريې بحران فوځي حل لاره نه لري
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشرد آستانې د خبرو اترو چلند او د سوريې په بحران کښې د ايران، ترکيې او روسيې رول مهم وبلۀ او تاکيد يې وکړ: د سوريې د بحران د ختمولو، د دغه هېواد د بيا رغونې لپاره د ضروري حالاتو د برابرولو او خپل د ژوند تېرولو ځاے ته د کډوالو د ستېدو د زمينو د رامنځته کولو لپاره درې واړه هېوادونه او نړيواله ټولنه واقعي هلې ځلې وکړي.
ډاکټر حسن روحاني نن په انقره کښې د سوريې د موضوع په محوريت سره د ايران، روسيې او ترکيې د ولسمشرانو په دويمې درې اړخيزې غونډې کښې وويل: د سوريې بحران فوځي او يا له بهر نه تپل شوې حل لاره نه لري او د سوريې راتلونکے به يوازې د سوريې د خلقو د ډېمورکېټک انتخاب له لارې جوړ شي.
د ايران ولسمشر د دې په بيانولو سره چې ايران د بحران له ابتداء راهسې د سوريې د بحران لپاره د فوځي حل لارې په ناقابل قبول والي باندې تاکيد کړے او په همدې بنياد يې څلور ماده ايزه منصوبه وړاندې کړه، زياته کړه، د سوريې د ملي خبرو اترو کنګرې د دغه هېواد د بحران د سوله ايز هواري د چلند شروع کولو لپاره يوه مناسبه زمينه برابره کړې ده.
هغه د سوري – سوري خبرو اترو په دوام او په سوريې کښې د ازادو انتخاباتو د جوړولو په دوام باندې په تاکيد سره واضحه کړه: د سوريې د حکومت د ډول او شکل په ټاکلو کښې د پرديو مداخلت يوازې د بحران دوام په ځان پسې لري.
روحاني د سوريې د خلقو افسوسناک انساني حالت ته اشاره وکړه او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل چې د سوريې د ملي حاکميت له خلاف ورزۍ نه بغېر د سوريې ټولو سيمو ته د انساني مرستو د لېږلو کوشش وکړي.
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د سوريې په بيارغونه کښې د ايران په موثره چمتووالي باندې په تاکيد سره وويل: په سوريې کښې د دغه هېواد له موافقته بغېر د پرديو ځواکونو شتون غېر قانوني دے او پکار دي بند او ختم کړے شي.
روحاني د ټولو ترهه ګرو ډلو د جړو تروېستو پورې په دغه هېواد کښې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې دوام ضروري وبلۀ او تاکيد يې وکړ: په هيڅ ډول حالاتو کښې د سوريې د تقسيمولو لپاره هلې ځلې د منلو نه دي او په دغه هېواد کښې به صلح او ثبات په خطره کښې واچوي.