-
ایران د خپلې خاورې د ساتنې په هکله هیڅ شک نه لري
Dec 21, 2023 11:01زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د باندنیو چارو د وزارت ویاند «ناصر کنعاني چافي» د ایران د جزیرو په هکله د روسیې او د عربو هیوادونو د ملګرتیا ټولنې بیانیې ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ: ایران به د خپل ټاټوبي په ساتلو کښې یوه ذره هم شک ونکړي.
-
لویدیځ هماغه شان دروسیې په ضد ترکیبی جنګ ته دوام ورکوي
Dec 20, 2023 04:00د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون ناوخته ددغه یهواد دفاع وزارت له لوړپوړو چارواکو سره په کتنې کې ددې خبرې په کولو سره ووئیل، د اوکراین په جنګ کې د لویدیځ د پوځي تجهیزاتو او وسلو ماته نه خوړلو ډنډوره له مینځه تللې ده .
-
د مظلوم دفاع او د ظالم خلاف دریدا د اسلامی او انساني اصولو اساس دی
Dec 20, 2023 01:48د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د ترکمنستان له ولسمشر سره په ټيلیفوني تماس کې دانرژۍ، ټرانسپورټ او ټرانزیټ په زمینو کې ددواړو هیوادونو د اقتصادی ملګرتیاؤ د ګډ کمیشن د ناستې د مهمو موافقو په اجرا کې د چټګتیا په ضرورت ټينګار وکړ.
-
د نړیوالو جنایتونو محکمه د امریکا په لاس کې لوبتکه ده
Dec 13, 2023 01:23په افغانستان کې د روسیې سفیر د نړیوالو جنایتونو محکمه د امریکا په لاس کې یوه لوبیدونکي لوبتکه وبلله.
-
د تهران او ځینی نوره نړیوالو نننیو ورځپاڼو ته یوه ځغلنده کتنه
Dec 10, 2023 08:55د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والوپه دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سر ه ستاسو په خدمت کې یوو ،په پيل کې درته د تهران او ورپسې هم ځینی بهرنۍ ورځپاڼې درسره شریکې کوو،هیله ده د استفادې وړ م و ګرځي.
-
ایران او روسیې په غزې د حملو د بندیدا غوښتنه وکړه
Dec 08, 2023 10:06فارس خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي وویل د فلسطین د غزې تړانګې د مظلومو خلکو پرضد د بمباریو په چټک ډول د بندیدا ، د دغه سیمې د کلابندۍ د ختمیدا او د فلسطین د ملت د حقوقو د احقاق په هکله سمدستي اقدام د روسیې او د ایران د ولسمشرانو په خبرو کښې د ټینګار وړ او د ګډو ټکو په توګه مطرح شول.
-
د ایران او د روسیې د ولسمشرانو د خبرو مهمه موضع فلسطین وه
Dec 08, 2023 09:45ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په ماسکو کښې د روسیې او د ایران د ولسمشرانو پینځه ساعته سلامشورې او خبرو ته په اشارې سره وویل: د خبرو اترو مهمه برخه د فلسطین په موضوع متمرکزه وه.
-
عربستان او اماراتو ته د روسیې د ولسمشر سفر
Dec 07, 2023 12:01دروسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون په یوه ورځني سفر متحده عربي اماراتو او عربستان ته تللی. د دغو دواړو هېوادونو له چارواکو سره د ولادیمیر پوتین د خبرواترو چورلیز، د دوه اړخیزې اړیکې او د غزې د جنګ په ګډون نړیوالې مسئلې دي. دغو دواړو هېوادونو ته د ولادیمیر پوتین سفر یوازې ۲۴ ساعته وخت واخیست او بیرته ماسکو ته ستون شو.
-
د سیمه ایزو مسئلو د مشورو په سر کې د غزې غمیزه ده
Dec 07, 2023 09:42د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وويل، د غزې د کلابندۍ او بمباریو د غوڅولو لپاره هڅه او همداراز له فلسطین سره مرسته به مسکو ته په سفر د مشورو مهمه برخه وي.
-
ماسکو کښې د ایران او روسیې د خارجه وزیرانو صلاح مشورې
Dec 06, 2023 04:06د ایران او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه اړخیزو اړیکو او د غزې د حالاتو په شمول د سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو په هکله صلاح مشورې وکړې.