-
دسورئې دحلب په شاوخوا کې ترهه ګروته درندې مرګ ژوبلې اوښتی دی
Sep 07, 2016 15:46زمونږخبریال راپورراکړ دسورئې پوځ او ولسی مبارز ځواک نن هم دحلب ښار په شمال لودیځ اوجنوبی سیمو کې دوسله والو ډلو پر مورچو اومرکزونو سختې حملې وکړې .
-
دپیښو په تحریفولو کې دلودیځ پر اقداماتو دسورئې دولسمشر نیوکې
Sep 05, 2016 13:26دسورئې ولسمشر بشار اسد وړمه ورځ په دمشق کې دانګلستان دپارلیمان له یوه پلاوی سره په کتنې کې دلودیځی رسنیو په دروغجنو خپرونو په نیوکو سره ددغو دروغو له ایشواکونې او دسورئې دواقعیتونو اوحقایقو د بهرنیو پلاؤ پر خبرولو ټینګار وکړ .
-
دسورئې په شمال کې د :امن سیمه : جوړه شی
Sep 02, 2016 11:20روئیټرز خبری آژانس راپور ورکړی د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یو ځل بیا نن په یولړڅرګندونو کې دسورئې په شمال کې دیوې امن سیمې درامینځةکولو په ضرورت په ټینګار سره وویل ،انقره ددغې سیمې دجوړولو لپاره دنړیوالو قدرتونو دملاتړ دجلبولو لپاره خپلې هڅې زیاتوی .
-
دترکیې پوځ دسورئې په شمال کې له وسله والو مخالفانو سره ملګرتیاکوی
Sep 02, 2016 11:28زمونږخبریال راپورراکړ دترکیې دخلق ډیموکراټیک ګوند مشر قلیچدار اوغلو نن په یولړ څرګندونو کې دسورئې په حلب ولایت کې په جرابلس سیمې کې د وسله والو مخالفانوله ځینوډلو سره دترکیې دپوځ دملګرتیا په ایشوکولو سره ویلی دی ، دسورئې دبحران په وړاندې دانقرې دحکومت سیاستونو ستر اوپیچلی داخلی اوبهرنی مشکلات رامینځةکړی دی.
-
دسورئې دحلب په شاوخوا کې اویاترهه ګرهلاک شوی دی .
Sep 02, 2016 10:58ایرناخبری آژانس دروسیې فیډرال خبری آژانس (فان) له قوله راپورو رکړی دترهه ګرو له نیواکه دحلب ښار د آزادولو لپاره دسورئې دپوځ په وروستیوعملیاتو کې چې له تیرو درو اونیو راهسې دسورئې دپوځ په هوائی ملاتړ سره پیل شوی دی ، څه دپاسه اویا نور ترهه ګر هم هلاک شوی دی .
-
بشارالجعفری وویل، امریکه په سوریې کښې جنګ اوږدول غواړی
Sep 01, 2016 10:31په ملګرو ملتو کښې د سوریې استازی وویل، امریکه په سوریې کښې د جنګ د اوږدولو په لټه کښې ده.
-
د سورئې په شمال کې به دترکیې دپوځ عملیات هماغه راز دوام وکړی .
Aug 31, 2016 13:44زمونږخبریال راپورراکړ دترکیې دولسمشرۍ ویندوی ابراهیم کلن په انقرې کې په خبری کنفرانس کې وویل ، دترکیې په ضد پروپیګنډیزې حملې کیږی چې ادعا کوی ، انقرې دکردانو په ضد جنګ پیل کړی دی ،خو دغه ادعا سمه نه ده .
-
ترکیه دې د داعش په ضد پاکونکی عملیات له داخله پیل کړی
Aug 25, 2016 09:37دلبنان المیادین خبری چینل راپورورکړ په ملګروملتو کې دسورئې استاذی بشار جعفری په یولړ څر ګندونو کې دترکیې له خوا دسورئې دحاکمت دخلاف ورزۍ کونکی عامل دامریکا شیطنت وباله اووې ویل ،که دامریکا په مشرۍ نړیوال ائیتلاف په تیرو دوو کلونو کې دسورئې دحاکمیّت خلاف ورزی نه کولئ نو ترکیې هم اوس دسورئې دحاکمیّت د خلاف ورزۍ جراءت نه درلود.
-
دسورئې په شمال کې دترکیې پوځی عملیات د دغه هیواد د حاکمیّت خلاف ورزی ده
Aug 24, 2016 12:15دسورئې دالاخباریه ټیلویژنی چینل راپورورکړی ، د سورئې خارجه وزارت د دغه هیواد په خاورې کې دترکیې دپوځ دعملیاتو په غبرګونو کې په یوې اعلامیې کې ټینګار کړی د ی ، د دغه هیواد په خاورې کې له ترهه ګرۍ سره مبارزه که دهرچا له خوا وی ، باید دسورئې له حکومت اوپوځ سره په غږملتیا سره وشی .
-
هغه څه چې اوس د ترکیې په سر روان دی دسورئې په وړاندې د مونږ دخپلوسیاستونو نتیجه ده
Aug 19, 2016 11:01ایرنا خبری آژانس دحریت ورځپاڼې له قوله راپور ورکړ دترکیې مرستیال لومړی وزیر نعمان کورتولموش منلې ده ، ډیر هغه مشکلات چې اوس ورسره لاس او ګریوان یوو دسورئې په وړاندې دانقرې دسیاستونوله امله دی .