دپیښو په تحریفولو کې دلودیځ پر اقداماتو دسورئې دولسمشر نیوکې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i24082-دپیښو_په_تحریفولو_کې_دلودیځ_پر_اقداماتو_دسورئې_دولسمشر_نیوکې
دسورئې ولسمشر بشار اسد وړمه ورځ په دمشق کې دانګلستان دپارلیمان له یوه پلاوی سره په کتنې کې دلودیځی رسنیو په دروغجنو خپرونو په نیوکو سره ددغو دروغو له ایشواکونې او دسورئې دواقعیتونو اوحقایقو د بهرنیو پلاؤ پر خبرولو ټینګار وکړ .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 05, 2016 13:26 Asia/Kabul
  • دپیښو په تحریفولو کې  دلودیځ پر اقداماتو دسورئې دولسمشر  نیوکې

دسورئې ولسمشر بشار اسد وړمه ورځ په دمشق کې دانګلستان دپارلیمان له یوه پلاوی سره په کتنې کې دلودیځی رسنیو په دروغجنو خپرونو په نیوکو سره ددغو دروغو له ایشواکونې او دسورئې دواقعیتونو اوحقایقو د بهرنیو پلاؤ پر خبرولو ټینګار وکړ .

 دلودیځی هیوادونو دوه ګوڼوالی  اوس  له بل هروخته زیات ښکاره شوی دی  تر دې چې  دانګلستان دپارلیمان یوه پلاوی  سورئې ته پخپل سفر کې  هیله کړې چې     انګریز حکومت او په اروپا کې  عمومی افکارو ته   د دغه هیواد دواقعیتونو رسونکی  شی .

سوریه  په وروستیو کلونو کې  دلودیځ دلاسوهنو  ځاله او  دسیمې دځینو هیوادونو او لودیځوالو   ترملاتړ  لاندې د ترهه ګرو ډلو  دجنایتونو اوخباثتونو مرکز  جوړه شوې ده .  خو په داسې شرائطو کې چې  عمومی افکار   دلودیځ او عربستان  له خوا  دهغې هدایت شوی  ترهه ګرۍ له مقولې سره  چې دسورئې  ولس ئې په نښه کړی دی، دنړیوالې ټولنې  دجدی چلند اومقابلې په تمه  دی ،  لودیځی حکومتونه  حکومتونه  په دوکه ورکونکو تبلیغاتو سره   په سورئې کې  ترهه ګرو ته درواوالی  د ورکولو په لټه کې دی .  په حقیقت کې  دانګلستان پشمول ځینی هیوادونه   له ترهه ګرو په بشپړ  وسله وال ملاتړ او   دسورئې  خاورې ته د لسګونو زره تکفیری ترهه ګرو  له ورتلو سره په مرستو سره ،  ددغه  هیواد دبحران درامینځةکیدا عامل دی .

 دانګلتسان اینډیپنډینټ ورځپاڼې  څه موده مخکې  د: انګلستان دریاکاری، سورئې او مینځنی ختیځ نورو هیوادونو ته  وغزیده : په عنوان سره  په یوې مقابلې کې   دسورئې   له شخړې سره  په چلند کې ئې  دانګریز مسئولانو له  دوه ګوڼوالی  پرده پورته کړې ده .

 دغې ورځپاڼې  لیکلی دی ،  دانګلستان دوخت خارجه وزیر  وییلیّم  هیګ  او دهغه متحدان  چې لومړنی کسان وو چې   دسورئې دنظام اوولس  له مخالف ځواکونو سره  ئې مرستې کړی ، باید  په دې موضوع کې  ځواب ویونکی شی .

 داسې ډیر زیات سندونه اومدرکونه شته دی چې  ښئ ډیر هغه انګریزان چې  له اسرائیلو ملاتړ کوی ،په حقیقت کې   داسرائیلو په نمایندګۍ  په سورئې کې جنګ ته لمن وهی . .

  خو   دمینځنی ختیځ سیمې په بدلونونو کې  دغور وړ ټکی دادی چې  په دغې سیمې  کې  هرډول بدلون اوبحران  یوازې  دغې سیمې ته نه محدودیږی  او عملا   له سیمې ورآخوا  اړخونه هم غوره کوی .  دې ټکی ته په پام سره دسورئې ولسمشر ویلی دی ،  هغه خورا خطرناک شی چې  نړۍ ګواښی ،  په ټولنو کې دافراطی تفکراتو  دنفوذ لپاره  هڅه ده او دترهه ګرو ډلو آئیډیالوجی  هیڅ حد اوپوله  نه پیژنی  او دبیلابیلو ټولنو  ترمینځ  هیڅ فرق  نه کوی . 

  ددغه وضعیّت  یوه څرګنده بیلګه  په وضاحت سره  د نړیوالې ترهه ګرۍ  له خوځښتونو  سره د مینځنی ختیځ سیمې  دځینو هیوادونواو هم حتی  دځینو لودیځی هیوادونو  په مخامخیدا  کې لیدلی شو .

 له ترهه ګرۍ سره  البته دهغوی په اند  له ښې اوبدې ترهه ګرۍ سره  په مبارزې  کې  دلودیځ  دوه ګوڼه سیاستونو ، دسورئې پشمول  مینځنی ختیځّ  سیمه دترهه ګرۍ په مرکز بدله کړې ده . هغه ترهه ګر چې  له اروپا ،امریکا ،آسیا، مینځنۍ آسیا اوشمالی افریقا، ئې ځانونه سورئې ته رسولی دی ،  دامنیت دله مینځه وړلو او   او دویرې  اووحشت  دسیاست له دودولو پرته بل هیڅ موخه نه لری  ا،  دهغوی پروګرام  دنړیوالو په وړاندې  دوحشت اوویرې نندارې ته وړاندې کول دی .  دلودیځی چارواکو   دغیر مسئولانه او  دوه  ګوڼو سیاستونو  دوام  نه  یوازې  له تل پاتې امنیت سره  کومه مرسته نه کوی ،بلکې   په سورئې  او   دنړۍ په نورو سیمو کې دخودنمائۍ  لپاره  په اروپا کې دوروستیو ترهه ګرو پیښو په څیر دغمیزناکو  اوبوږونکو پیښو  لپاره  لاره لازیاته هواره کړې ده .

 دلودیځی  حکومتونون  هغه سپیره اوشرمناک سیاستونه چې  په سیمې او نړۍ  کې  دافراطی تفکراتو  درامینځةکیدو اوپراختیا لامل شوی دی ،  دلودیځ  دعمومی افکارو لپاره ئې له ترهه ګرۍ سره  د اړونده  مسئلو داپوټه  ښودلو لپاره  د دغو حکومتونو پروپیګنډیزو  جنجالونو   په اروپائی  هیوادونو  کې دمدنی ټولنو  او خلکو داعتراض چغه په ځان پسې درلودلې ده .

  په همداوروستیو میاشتو کې  سورئې  ته  داروپائی پلاؤ سفرونه او   د هغه هیواد دقانونی ولسمشر  په توګه  له بشار اسد سره دهغوی لیده  کاته  چې  له ترهه ګرو سره دمقابلې په لومړنۍ کرښې  کې  دی ، ، ددې ښودونکی  دی  چې   دسورئې  په وړاندې  دلودیځ غرضی تبلیغات اوپروپیګنډې  په عمومی افکارو کې  هیڅکله هم  دمنلو وړ نه دی .