د ترکیې خارجه وزیر له ډنمارک څخه د قرآن کریم د بیاځلې بې احترامۍ د مخنوي لپاهر د فوري اقدام غوښتنه وکړه.
په عراق کښې د «کتائب حزبالله» په نامه مقاومتي ډله: له قرآن سره جنګیدونکي هیوادونه، په میدانِ جنګ کښې د دښمن په شان دي
د یمن د انصار الله غورځنګ مشر په دې خبرې سره چې اسلامي امت د صهیونیسټي او امریکايي لابۍ د یزیدیانو له شرارت او جنایت سره مخامخ دي، وویل: په لویدیځو هیوادونو کښې د قرآن څیرې کول او سوځول، د دغې لابې له خوا کیږي
هغه وايي: د سیمې او اسلامي نړۍ د ملي جمعیتونو له مشرانو غواړم چې د دغه سپکاوي په غندنه کښې ونډه واخلي.
ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان په پنډۍ کښې د حضرت امام حسین علیه السلام ماتمیانو په ځینو اروپايي هیوادونو کښې د قران کریم د سپکاوي په غندلو سره د سویډن په بایکاټ کولو ټینګار وکړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل ډنمارکي سیال سره په ټلفوني خبرو کې څرګنده کړه: د بیان آزادي هغه برخه نه ده چې دیني ارزښتونه پکې په نښه او تر پښو لاندې شي.
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران یو شمیر محصیلینو د تهران پوهنتون مخ ته په راغونډیدا سره د قران کریم د سپکاوي په غندلو سره د دغه سپکاوي له عاملانو سره د چلند غوښتنه وکړه.
د سویډ او ډنمارک په دغو جنایتونو باندې په سترګو پټولو سره یوازې په محکومیّت بسنه کړې،البته مدعي شوی چې د بیان د آ زادۍ د ساتنې د مخصوصو قوانینو د درلودلو په دلیل ددغه شان کار خنډ نشي کیدلی.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر له خپل کویټي سیال سره په ټلفونی خبرو کې په سویډن او ډنمارک کې قرآنکریم ته د سپکاوي د غندلو ترڅنګ، د دغو اقداماتو په غندلو او مخنیوی کې د اسلامي هېوادونو د ټینګ دریځ پر خپلولو ټینګار وکړ.
په اروپا په تیره بیا په سویډ کې د افراطیانو په لاس د قرآن کریم بیا بیا سپکاويو،په درستې اسلامی او عربی نړۍ او د نړۍ په نورو سیمو کې د غبرګونو او محکومیّتونو ستره څپه راوالاړه کړې ده چې هماغه راز دوام لري.