-
د اسلامی انقلاب د شهید رهبر د تدفین څلوېښتي په پرتم سره ولمانځل شوه
Aug 19, 2026 04:45پارس ټوډې: د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د جنازې او خاورو ته د سپارلو د څلوېښتۍ دستورې د تهران په امام خمیني (ره) عیدګاه یا مصلی کې د دغه شهید رهبر د لسګونو زره مینهوالو په ولولناک شتون سره ترسره شوې.
-
د الحدیده په جنوب کې پر تالی څټو ځواکونو د یمن پوځ د ډرونز حمله کړې
Aug 19, 2026 06:33خبري سرچینو د یمن د وسلهوالو ځواکونو له لورې د یمن د لوېدیځ په الحدیده ولایت کې د «الخَوخه» ښار پر مرکز د بېپیلوټه الوتکې د برید خبر ورکړی دی.
-
د شهید رهبر میراث به په دفاعي صنعت کې په پیاوړتیا اوقدرت سره دوام ومومي
Aug 19, 2026 06:28پارس ټوډې: د ایران د دفاع او وسلهوالو ځواکونو د ملاتړ وزارت پرون د دفاعي صنعت د ورځې او د مجاهد شهید رهبر امام خامنه اي د تدفین د څلوېښتۍ په مناسبت په یوې اعلامیې کې وویل: په دفاعي صنعت کې به د امت د شهید لارښود لاره په پوره قدرت سره دوام ومومي.
-
جنایتکار دښمن ناکام شو او د ایران ایټمي صنعت ته ئې لاس ونه رسید
Aug 19, 2026 05:11پارس ټوډې: د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د عمومي قوماندان جانشین، د امریکا پر وړاندې د ایران د ۴۷ کلنې مبارزې ته په اشارې وویل: دښمن ناکام شو او ونه توانېد چې د ایران ایټمي صنعت ته لاسرسی پیدا کړي.
-
تهران، قم او مشهد کښې د انقلاب د شهید رهبر د څلویښتۍ دستورې ترسره کیږي
Aug 17, 2026 07:35پارس ټوډی- د اسلامي انقلاب د معظم رهبر دفتر د ایران د شهید ښاغلي د جنازې او تدفین د څلویښتۍ په مناسبت د یوې خبرپاڼې په صادرولو سره، په تهران، قم او مشهد کښې د انقلاب د شهید رهبر د درنښت د دستورو د لمانځلو خبر ورکړ.
-
حجتالاسلام قاضي عسکر؛د مقاومت زور، دښمن شاتګ ته اړ باسي
Aug 05, 2026 06:41پارس ټوډې – د تهران ښار په جنوب، ری ښار کې د حضرت عبدالعظیم حسني (ع) د سپېڅلي زیارت متولي وویل، د حسینی اربعین لومړنی پیغام د مستکبرانو اوسرزورو پر وړاندې مقاومت دی، او له عاشورا تر اربعین پورې تجروبه، او همدارنګه د اوسني بدلونونه، دا ثابتوي چې مقاومت نتیجه ورکوي او دښمن له خپلې ظاهري او دروغجنې زبرځواکئ ټيټوي
-
له اربعینه د پاتې شویو لاریون«یا لثارات الحسین»چغې په درست ایران کې
Aug 04, 2026 14:21پارس ټوډې – د حسيني اربعین له رارسېدو سره هممهاله، په کربلا کې د اربعین له میلیوني لاریون څخه د پاتې شویو میلیوني خلکو ولولوناک لاریون په تهران او د ایران په نورو سلګونو ښارونو کې ترسره شو. دا مراسم سږ کال د «باید پاڅون وشي،(باید برخاست) په شعار سره او د « اسلامی انقلاب د شهید رهبر» او د مقاومت د شهیدانو د یاد او خاطرو په سیوري کې د مینې، وفادارۍ او د وینې د غچ غوښتنې په ولولناکې نندارې بدل شوي دي.
-
د پاکستان په لسګونو ښارونو کې د حسینی اربعین لاریونونه په ولولې او پرتم سره ترسره شول
Aug 04, 2026 14:46په دغو مراسمو کې حسيني ماتمکوونکو د «اسلامی انقلاب د شهید رهبر» حضرت آیتالله العظمی سید علي خامنهای او د اوسنی رهبر حضرت آیتالله العظمی سید مجتبی خامنهای انځورونه له ځان سره لېږدول او د «اسلامی انقلاب له دوو امامیّنو» سره ئې بیا خپل بیعت تازه کړ.
-
عراقچي؛د ایران او عراق اړیکې په تر ټولو غوره حالت کې دي
Aug 04, 2026 13:19پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزیر، چې د حضرت امام حسین(ع) د اربعین په مراسمو کې د ګډون لپاره نجف اشرف ته تللی، تهران ته د عراق د لومړي وزیر وروستی سفر ئې رغنده بللی او و یلي ئې ذي :ایران او عراق په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې نږدې او دوامدارې ملګرتیاوې لري.
-
د دښمن هر ډول ناسمې محاسبې ته سخت ځواب ویلو ته تیار یو
Aug 04, 2026 12:47پارس ټوډې – د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د مځمکنِ ځواک قوماندان وویل، مونږ د ترهګرو په کمین کې یو او د دښمن د هر ډول ناسمې محاسبې پر وړاندې د اقدام لپاره بشپړ چمتووالی لرو.