-
د فلسطین جهاد اسلامي غورځنګ: نړیواله ټولنه او عربي هېوادونه هم د غزې د پېښو مسوول دي
Jul 04, 2025 12:08د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ ویاند محمد الحاج موسى د الاقصی شبکې سره په خبرو کې وویل، چې په غزه کې د پېښو مسوولیت یوازې پر یوه اړخ نه دی، بلکې نړیواله ټولنه او عربي هېوادونه هم مسوول دي، ځکه دوی د اسرائیلي رژیم د دوامداره جنایاتو او سرغړونو په وړاندې چوپ پاتې دي.
-
ایران د فلسطینیانو پر ضد د اسرائیلي رژیم جنایاتو دوام غندلی
Jul 04, 2025 12:05د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقائي د فلسطین په اشغالي خاوره کې د نسل وژنې د شدت او په تېره یوه اوونۍ کې د غزې په بېلابېلو برخو کې د سلګونو بې دفاع فلسطینیانو د وژنې په اړه سختې نیوکې کړې دي.
-
د فلسطین روغتیایي سرچینې: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غزې کې ۹۲ فلسطینیان شهيدان شوي
Jul 04, 2025 11:56د فلسطین روغتیایي سرچینې وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه د اسرائیي ځواکونو بریدونو کې لږ تر لږه ۹۲ کسان شهيدان شوي دي.
-
عراقچي: جرمني پر ایران له بمبارۍ په ښکاره ملاتړ سره، له ایرانیانو سره خپله دښمني وښودله
Jul 04, 2025 02:02پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ په خپل ایکس حساب کې، د صهیونیسټي رژیم او امریکا لخوا د ایران د اټومي تاسیساتو له برید وروسته د تهران او د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې ترمنځ د همکارۍ د بدلون په اړه، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت غبرګون ته په خپل پیغام کې ځواب ورکړ.
-
الحوثي: اسلامي امت باید د صهیونیسټانو او امریکایي یرغلونو په وړاندې هوښیار وي
Jul 04, 2025 01:51پارس ټوډې - د یمن د انصارالله غورځنګ مشر، د غزې د جګړې د بدلونونو په اړه په خپله وروستۍ وینا کې، صهیونیسټي رژیم او امریکا د فلسطیني خلکو په وړاندې په ظالمانه جنایتونو او نسل وژنې تورن کړل او له اسلامي امت څخه یې وغوښتل چې د دې یرغلونو په وړاندې هوښیار و اوسي.
-
امریکا پر ایران نوي بندیزونه ولګول
Jul 04, 2025 01:42پارس ټوډې - د امریکا مالیې وزارت د پنجشنبې په ورځ په سیمه ییز وخت د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اعظمي فشار پالیسیو په دوام کې اعلان وکړ چې د ایران په اسلامي جمهوریت باندې یې نوي بندیزونه لګولي دي.
-
د حزب الله غړی: د مقاومت وسله یوه ملي او کورنۍ مسله ده/باج ورکولو ته به تسلیم نه شو
Jul 04, 2025 01:32پارس ټوډې - د لبنان په پارلمان کې له حزب الله سره تړلې "له مقاومت سره وفادارې" ډلې غړي ټینګار وکړ چې د مقاومت وسله یوه کورنۍ او ملي مسله ده او دوی به هېڅکله امریکایي - صهیونیسټي باج ورکولو ته تسلیم نشي.
-
لوړ پوړی پاکستاني ډیپلومات: یرغلګر باید د ایران له ځواب څخه درس واخلي
Jul 04, 2025 01:23پارس ټوډې - په روسیه کې د پاکستان سفیر، د صهیونیسټي رژیم او امریکا د پوځي یرغل په وړاندې د ایران د اسلامي جمهوریت غبرګون د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ وبللو او ویې ویل: هیله لرو چې یرغلګر د راتلونکي لپاره درس واخلي.
-
روسي مفتي: ایران په تپل شوې جګړه کې په اسراییلو باندې بریالی شو
Jul 04, 2025 01:17پارس ټوډې - د روسیې د مسلمانانو د مذهبي چارو د څانګې لومړي مرستیال اعلان وکړ: د ایران اسلامي جمهوریت د صهیونیسټي رژیم لخوا په ایران باندې تپل شوې جګړې ته مناسب ځواب ورکړ او بریا یې ترلاسه کړه.
-
عبدالباري عطوان: ایران په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې صهیونیسټي رژیم ته د عبرت لوی درس ورکړ
Jul 04, 2025 01:12پارس ټوډې - د عربي نړۍ یوه مشهور شنونکي ټینګار وکړ: د ایران اسلامي جمهوریت په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې صهیونیسټي رژیم ته د عبرت لوی درس ورکړ.