د نیپال لومړي وزیر استعفا وکړه؛ معترضانو د چارواکو کورونه وسوځول
پارس ټوډې - د نیپال لومړي وزیر د دې هېواد په یو شمېر ټولنیزو رسنیو د بندیز او دولتي فساد پر وړاندې د پراخو لاریونونو په پایله کې استعفا وکړه؛ دا په داسې حال کې ده چې معترضانو د چارواکو کورونه هم سوځولي دي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د نیپال لومړي وزیر شارما اولي د یو شمېر ټولنیزو رسنیو د فلټر کولو پر وړاندې د پراخو لاریونونو په ترڅ کې، چې ۱۹ کسان پکې ووژل شول، استعفا وکړه.
دا ناآرامۍ، چې د ځوان نسل (Gen Z) له خوا رهبري کېږي، نه یوازې د ټولنیزو رسنیو د بندیز سره، بلکې د دولتي فساد او اقتصادي ستونزو له امله د نارضایتۍ سره هم تړاو لري. د نیپال دولت د دې پېښو په غبرګون کې د پوځي حالت اعلان کړی او د نظم د ټینګولو لپاره یې پوځ ګمارلی دی.
معترضانو د نیپال د پارلمان ودانۍ او د چارواکو کورونه وسوځول
د لاریونونو په دوام، د نیپال محلي رسنیو د انځورونو په خپرولو سره اعلان وکړ چې معترضانو د پارلمان ودانۍ وسوځوله. د نیپال معترضانو همدارنګه د ولسمشر، اوسني لومړي وزیر او پخواني لومړي وزیر کورونه هم سوځولي دي. د نیپال د کنګرېس ګوند د مشر او د کورنیو چارو وزیر کورونه هم سوځول شوي دي.
د دولت وزیران په هلیکوپټر کې وتښتېدل
د راپورونو له مخې، د نیپال پوځ د دولت وزیران د هغوی د استوګنې له ځایونو څخه په هلیکوپټرونو کې ایستلي دي.
د نیپال نړیوال هوایي ډګر وتړل شو او ټولې الوتنې لغوه شوې
د دولت له خوا په مجازي فضا باندې د لګول شویو محدودیتونو په تعقیب په نیپال کې د سیاسي کړکېچ له خرابېدو وروسته، د دې هېواد نړیوال هوایي ډګر وتړل شو او ټولې الوتنې لغوه شوې، او د پوځ ځواکونه په هوایي ډګر کې ځای پرځای شوي دي.