-
اوو اروپايي هیوادونو د غزې تړانګې د کلابندۍ د ختمیدا غوښتنه وکړه
May 17, 2025 01:24ایرنا خبري اژانس راپور راکړی اوو اروپايي هیوادونو د یوې ګډې خبرپاڼې پيه خپرولو سره د صهیونیسټ رژيم لخوا د غزې تړانګې د کلابندۍ د سمدستي ختمولو ، د پوځي عملیاتو د بندولو ، د بشر دوستانه مرستو د استولو د اسانتیا د برابرولو او د اوربند لپاره خبرو اترو ته د بیرته ستنیدا غوښتنه وکړه او خبرداری یې ورکړ که چیرې سمدستي اقدام ونشي په زرګونو فلسطینیان به په راتلونکو ورځو او اونیو کښې د لوږې له کبله مړه شي.
-
په یمن د اسرائیلو په برید کښې لس کسان مړه او ژوبل شوي
May 17, 2025 00:43ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د روغتیا وزارت هم وویل چې د دغه هیواد په لویدیځ کښې په الحدیده او الصلیف بندرونو باندې د اسرائیلو په بریدونو کښې تراوسه یو کس وژل شوی او نهه نور ژوبل شوي هم دي.
-
د اسرائیلو لومړی وزیر واټیکان ته له سفر کولو پښیمانه شو
May 17, 2025 00:31ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم خبري سرچینو وویل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د دغه ویرې له کبله چې شاید په هالینډ کښې دیره د انصاف د نړیوالې محکمې لخوا د هغه د نیول کیدا حکم اجرا شي واټیکان ته له سفر کولو پښیمانه شو.
-
په غزه کې خونړۍ ورځ؛ ۱۰۷ فلسطینیان شهیدان شول
May 16, 2025 11:17پارس ټوډې - د صهیونیسټي رژیم جنګي الوتکو د غزې پر مختلفو سیمو بمبارۍ ته دوام ورکړی، او د فلسطیني رسنیو د راپورونو له مخې، د پنجشنبې له سهار راهیسې تراوسه په دې سیمې کې ۱۰۷ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
-
امریکا د صهیونیسټي رژیم د نسل وژنې شریکه او د نکبت دوام ورکوونکې ده
May 16, 2025 10:14پارس ټوډې - په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او دایمي استازي، د پنجشنبې په ورځ، په ځایي وخت او د نکبت له کلیزې سره سم، د ملګرو ملتونو په یوه ځانګړې غونډه کې، د فلسطین د خلکو پر وړاندې د صهیونیسټي رژیم روانو جنایتونو ته په اشارې سره، دا اقدامات یې د نسل وژنې یوه څرګنده بیلګه وبلله او امریکا یې په دې جنایتونو کې د بشپړ شریک په توګه معرفي کړه.
-
د صهیونستي رژیم د نوو جنایتونو په اړه د ځینو لوېدیځو هیوادونو غبرګون / د بشري حقونو څار: تلابیب د ژوند ویجاړولو په لټه دی؛ سانچز: اسرائیل نسلوژنه کوي
May 15, 2025 10:03پارس ټوډی - د اروپا - مدیترانې د بشري حقونو څار سازمان ویلي، د صهیونستي رژیم موخه د غزې پر روغتونونو بریدونه د دې سیمې د ژوند ویجاړول دي.
-
حماس: د فلسطینیانو پر وړاندې جنایتونه به د اسراییلو لومړي وزیر ته بریالیتوب ورنه کړي
May 15, 2025 03:42پارس ټوډې - د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) اعلان وکړ چې د غزې په شمال کې د استوګنې په کورونو برید، د بې دفاع خلکو د نسل وژنې په اړه د اسراییلي رژیم ټینګار څرګندوي او د اسراییلو مجرم لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته به هیڅ بریا ورنه کړي.
-
معظم رهبر: د ایران اسلامي جمهوریت د جنایتکارانو د خونړیتوب او وحشي توبونو په وړاندې اودریدل خپله دنده ګڼي
May 15, 2025 02:48د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي په غزه کښې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو او وحشي توبونو په وړاندې اودریدنه د ټولو دنده وبلله.
-
ساکس: په جنګ د اسرائیلو روږدیدا په سیمه کښې د سولې خنډ ده
May 14, 2025 08:05پارس ټوډی – د امریکامشهور اقتصاد پوه «جیفرې ساکس» اسرائیل د جنګ په نشې تورن کړ او ویې ویل د امریکا له ملاتړ پرته به دغه رژیم ډيپلوماسۍ ته مجبوره شي.
-
صهیونیسټي رژیم په غزه برید کې نږدې سل تنو ته مرګ ژوبله اړولې
May 14, 2025 07:46د غزې په جنوبي برخه خان یونس کې د اسرائیلي رژیم په تر ټولو وحشیانه برید کې ۲۸ تنه فلسطیني وګړي شهیدان او ۷۰ تنه نور ټپپیان شوي دي.