د یمني بریدونو د اسرائیل د ایلات بندر سره څه وکړل؟
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i162684-د_یمني_بریدونو_د_اسرائیل_د_ایلات_بندر_سره_څه_وکړل
پارس ټوډی  - د فلسطین په اشغال شوو سیمو کې د ایلات بندري ښار، چې یو وخت یې د اسرائیل سوداګري، انرژي او ګرځندوی تغذیه کوله، اوس د امنیتي بحران، مالي فلج او د خلکو د بې باورۍ په حالت کې دی.
(last modified 2025-07-23T09:01:00+00:00 )
Jul 23, 2025 13:29 Asia/Kabul
  • ایلات بندر
    ایلات بندر

پارس ټوډی  - د فلسطین په اشغال شوو سیمو کې د ایلات بندري ښار، چې یو وخت یې د اسرائیل سوداګري، انرژي او ګرځندوی تغذیه کوله، اوس د امنیتي بحران، مالي فلج او د خلکو د بې باورۍ په حالت کې دی.

د الخنادق تحلیلي ویب‌پاڼې د سې‌شنبې په ورځ په یوه راپور کې د یمني بریدونو د دوام له امله د ایلات بندر د بشپړې تړل کېدو په اړه لیکلي: "د دې بندر د تړلو پریکړه ناڅاپي نه وه، بلکې د یوې فرسایشي پروسې پایله وه چې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې د غزې د ملاتړ لپاره د انصارالله غورځنګ د سمندري عملیاتو له پیل سره پیل شوه.

" د پارس‌تودي د راپور له مخې، د یمني عملیاتو د اسرائیل د حیاتي زیربناوو کمزورتیا ښکاره کړه او د ایلات بندر یې د دې رژیم په جنوب کې د کشتیرانۍ او اقتصاد د سقوط سمبول وګرځاوه.

الخنادق زیاتوي چې ایلات بندر "د آسیا او اروپا د نښلولو لپاره د سوېز کانال له لارې یو ستراتیژیک حلقه وه او د اسرائیل یوازینی لاره د سره سمندر ته وه. خو د یمني ځواکونو د پرله‌پسې سمندري بریدونو له امله، دا بندر سخت زیانمن شوی، تر دې چې د کشتیرانۍ فعالیتونه تقریباً په بشپړه توګه ودرېدل او د کښتیو د بیمې لګښت ۲۷۰ سلنه لوړ شو، چې له امله یې نړیوالو شرکتونو خپلې لارې بدلې کړې.

 

"  د پورونو زیاتوالی

راپور وايي: "د ایلات بندر پورونه له ۱۰۰ میلیونو ډالرو څخه اوښتي او عواید یې ۸۵ سلنه کم شوي، تر دې چې د ایلات ښاروالۍ د مالیاتو د نه ورکولو له امله د دې بندر بانکي حسابونه توقیف کړل او د بیا ژوندي کولو هیلې له منځه ولاړې."

د الخنادق په وینا، "د یمني بریدونه یوازې د کشتیرانۍ په ګډوډولو پورې محدود نه وو، بلکې د اشغال شوو سیمو ژورو ته یې دقیق او درانه ګوزارونه ورکړل.

یو له څرګندو مثالونو څخه د ۲۰۲۵ کال د جولای ۱۶ (د چنګاښ ۲۵) پېښه وه، کله چې انصارالله د ایلات بندر، بن‌ګوریون هوایي ډګر او نقب سیمې پر وړاندې د 'ذوالفقار' بالستیک توغندیو او پرمختللو بې‌پیلوټه الوتکو په کارولو سره څلور هم‌مهاله عملیات ترسره کړل."

په داسې حال کې چې د اسرائیل پوځ هڅه کوله زیانونه کم ښکاره کړي، الخنادق د مقاومت د سرچینو په حواله وویل چې "ټول اهداف په دقت سره ویشتل شوي دي.

 

"  اقتصادي ناورین

الخنادق لیکي: "د دې ګوزارونو پایلې د اسرائیل اقتصاد لپاره ناورین وې، په ځانګړې توګه د سوداګرۍ، موټرو او انرژي په برخو کې." دا بندر، چې د اسرائیل د موټرو د واردولو نیمایي لاره وه، له ۲۰۲۳ کال د نومبر راهیسې په بشپړه توګه له فعالیت څخه ولوېد او لسګونه زره موټر پکې راټول شول.

د راپور له مخې، "ستراتیژیکې پروژې لکه د ایلات-عسقلان د تېلو پایپ‌لاین، چې د اماراتو تېل اروپا ته لېږدول، او د ایلات، حیفا او اشدود ترمنځ د ۲۷ میلیاردو ډالرو په لګښت د ریل پټلۍ پروژه، د مقاومت د سمندري ګواښونو له امله ودرېدې."

د راپور یوه برخه د ایلات د ګرځندوی صنعت د سقوط په اړه ده: "دا ښار، چې هر کال شاوخوا یو میلیون ګرځندویان جذبول، اوس د امنیتي خبرداري او اقتصادي فلج په حالت کې دی.

د لویو لارو تړل، لکه د ۱۲ نمبر سړک، او د پوځیانو پراخه حضور، د ګرځندوی فعالیتونه یې سخت کم کړي، چې تمه کېږي دا وضعیت د میلیونونو شِکِلو زیان لامل شي او د دې سیمې په توګه د خوندي ځای په اړه د خلکو باور ته سخت زیان رسېدلی دی.

"  غبرګونونه

الخنادق د سیاسي او نظامي غبرګونونو په اړه لیکي: "د دې تحولاتو په ځواب کې، اسرائیل هڅه وکړه چې د یمني ځواکونو د نښه کولو لپاره د امریکا مستقیمه مداخله وغواړي او د کشتیرانۍ د خوندیتوب لپاره یو نړیوال ایتلاف جوړ کړي؛ دا اقدام د اسرائیل د دفاعي سیستمونو د ناکامۍ په وړاندې د دې نوي ډول ګواښونو اعتراف دی."

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سره سمندر د بریدونو د څارنې ماموریت تمدید کړ، خو د روسيې، چین او الجزایر ممتنع رای "د دې شورا دننه د موجودو اختلافاتو نښه وه او د امریکا او اسرائیل د تسلط په وړاندې د یمن د مقاومت د مشروعیت زیاتوالی یې په ګوته کړ." 

 

هیڅ لاره د اشغالګرو لپاره خوندي نه ده

د الخنادق په باور، انصارالله "د یمن څخه تر غزې پورې د مقاومت د محور د یوې برخې په توګه، بریالي شوي چې نوې بازدارندګي معادله تحمیل کړي؛ یوه معادله چې پیغام یې روښانه دی: د اشغالګرو لپاره هیڅ لاره خوندي نه ده."

الخنادق په پای کې لیکي: "د ایلات بندر اوس د اسرائیل د ستراتیژیکې افشاګرۍ سمبول ګرځېدلی؛ هغه بندر چې یو وخت د پراختیا او اقتصادي سوکالۍ سمبول و، نن د قدرت د کمېدو او بازدارندګۍ د کمزوري کېدو نښه ده."

د دې رسنۍ په نظر، "د یمن مقاومت یوه نوې حقیقت رامنځته کړی چې تر څو کلونو مخکې یې حتی تصور هم نه کېده؛ هغه حقیقت چې د جګړې نقشه بیا تعریفوي او ښيي چې له اشغالګرو سره جګړه اوس له صعدې تر عسقلان او له غزې تر سره سمندر پورې غځېدلې ده."