-
ملګري ملتونه: په غزه کې کابو ۵۰ زره ښځې او نجونې شهیدانې شوې یا سختې ژوبلې شوې دي
Oct 10, 2026 04:57زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې اعلان کړی چې د ۲۰۲۳ میلادي کال په اکتوبر میاشت کې د غزې تړانګې پر ضد د نسلوژنې جګړې له پیل راهیسې، کابو ۵۰ زره فلسطینۍ ښځې او نجونې شهیدانې شوې یا سختې ټپیانې شوې دي.
-
حماس: ناوي پیلای ته د نوبل د سولې جایزې ورکول په غزه کې د جنایتونو په اړه د حساب ورکولو پر لور مهم ګام دی
Oct 10, 2026 04:47زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین حماس غورځنګ په یوه اعلامیه کې ویلي، د جنوبي افریقا د حقوقپوهې او قاضي میرمن ناوي پیلای د ۲۰۲۶ میلادي کال د نوبل د سولې جایزې د ګټونکې په توګه ټاکل، د بشري حقونو د دفاع او د نړیوالو قوانینو د پیاوړتیا، په ځانګړې توګه د فلسطین په خاوره کې د هغې د فعالیتونو د ستاینې په هدف، د نړیوال عدالت پر لور مهم ګام او د فلسطین د خلکو پر وړاندې د نیواکګرو ځواکونو د جنایتونو نړیواله تاییدونه ده.
-
فلسطین: په درېیو کلونو کې له ۲۰ زرو ډېر زدهکوونکي وژل شوي
Oct 08, 2026 15:10د فلسطین د پوهنې او لوړو زدهکړو وزارت وايي، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې څخه د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر تر اوومې پورې په غزه او اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې له ۲۰ زرو ډېر فلسطیني زدهکوونکي او محصلین وژل شوي دي.
-
سرلشکر عبداللهي: د قدس تر آزادۍ پورې به د مقاومت له جبهې دفاع کوو
Oct 08, 2026 07:37پارس تودي – د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز او د خاتمالانبیا (ص) مرکزي قرارګاه قوماندان، سرلشکر عبداللهي، د طوفان الاقصی عملیات د صهیونیستي رژیم له تصور څخه ډېر پراخ او دښمنماتوونکي وبلل.
-
غزه د نسلوژنې د نوې دورې له پیل درې کاله وروسته؛ ۷۴ زره شهیدان او ۶۰ میلیونه ټنه کنډوالې
Oct 08, 2026 07:33پارس تودی – په غزه کښې د نسلوژنې د نوې دورې له پیل څخه درې کاله تېرېږي، خو فلسطینی ولس لا هم له بېشمېره دردونو او کړاوونو سره لاس او ګرېوان دی. غزه لا هم د جګړې د درنو پایلو تر بار لاندې ده؛ احصائیې ښيي چې څه باندې ۷۴ زره فلسطینیان شهیدان شوي، ۱۷۵ زره نور ټپیان شوي او د ژوندانه د بنسټیزو زیربناوو ډېره برخه ویجاړه شوې ده. اټکلونه ښيي چې د غزې د بیارغونې لګښت له ۷۱ میلیارد ډالرو اوړي.
-
مقاومت د اسرائیلو د نه ماتېدنې افسانه له منځه یووړه
Oct 06, 2026 12:20زمونږ خبریال راپور راکړی د لبنان په پارلمان کې مقاومت ته د وفادارۍ د فراکسیون یوه «ایهاب حماده» غړي ټینګار وکړ چې د تلابیب د نه ماتېدنې افسانه د لبنان د مقاومت له خوا له منځه وړل شوې او د مقاومت چورلیز د پرمختګ او قدرت پر لور روان دی.
-
بقايي: هغه هېوادونه چې د ایران پر وړاندې د امریکا په تېري کې شریک دي، باید ځواب ووایي
Oct 06, 2026 09:58پارس ټوډی - د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي: هغه هېوادونه چې خپله خاوره او امکانات یې د ایران پر وړاندې د امریکا او صهیونیستي رژیم د برید لپاره په واک کې ورکړي، باید په نړیوال تېري کې د همکارۍ په اړه ځواب ووایي.
-
د لبنان په جنوبي سیمو د صهیونیستي رژیم د هوايي برید دوام
Oct 06, 2026 09:53پارس ټوډی – خبري سرچینو راپور ورکړی چې د صهیونیستي رژیم جنګي الوتکو په درېیو پړاوونو کې د لبنان په جنوبي برخه کې ځینې سیمې بمبار کړې.
-
سرلښکر عبداللهي: نوې جګړه به د ټولو لمن ونیسي
Oct 05, 2026 13:51پارس ټوډی - د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز او د اسلامي جمهوریت د خاتمالانبیا مرکزي قرارګاه قوماندان خبرداری ورکړی: که پر ایران نوې جګړه پیل شي، اور به یې ټول راګیر کړي.
-
تحلیل | پټې مرګژوبلې، ښکاره پورونه؛ د اسرائیلي رژیم لپاره د جګړهمارۍ میراث
Oct 05, 2026 13:58پارسټوډی – د اسرائیلي رژیم د جګړې وزارت د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې د دغه رژیم د تلفاتو تازه شمېرې خپرې کړې دي؛ خو په دغو شمېرو کې له ایران سره د جګړې تلفات شامل نه دي.