-
عراق د سوریې د حاکمیت پر ساتلو ټینګار وکړ
Dec 07, 2024 02:40د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني پرون د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر بسام صباغ سره په لیدنه کې، یو ځل بیا یې د سوریې د ملت او حکومت ترڅنګ د عراق پر دریځ او د دغه هېواد د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې پر اهمیت ټینګار وکړ.
-
په غزه کې نسل وژنه؛ اسرائیل په خپلو خیمو کې کډوال سوځوي
Dec 06, 2024 11:46په غزه کې د فلسطینیانو په خلاف د اسرائیلو د جنایتونو په دوام، د اروپا - مدیترانې د بشري حقونو څار ادارې اعلان وکړ: صهیونیسټي پوځیانو په خان یونس کې د فلسطیني کډوالو یوه ډله ژوندۍ سوځولې ده.
-
د صهیونیسټانو لخوا د لوېدیځې غاړې د ۲۴۰۰ هکټاره ځمکې غصب کېدلو امر شوی
Dec 06, 2024 10:01د اسرائیلو د ټلویزیون 14 چینل نن (جمعه) راپور ورکړ چې د صهیونیسټي رژیم د مالیې افراطي او سخت دریځه وزیر بزالل سموتریچ د صهیونیسټي مېشت ځایونو د پراختیا لپاره د لوېدیځې غاړې د ۲۴۰۰ هکټاره ځمکې د ضبطولو امر کړی دی.
-
د صهیونیسټي رژیم لخوا د سپینو فاسفورس استعمال باید په کلکه وغندل شي
Dec 06, 2024 09:33په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او دایمي استازي امیر سعید ایرواني د امنیت شورا په ناسته کې، د غزې او د لبنان په جنګ کې د صهیونیسټي رژیم لخوا د سپینو فاسفورس استعمال یو جنګي جنایت وباله او ټینګار یې وکړ چې د صهیونیسټي رژیم دغه جنایتکارانه اقدامات باید وغندل شي.
-
د سوریې په حلب کې ترهګرو درې زره سوري وګړي اسیران کړي دي
Dec 05, 2024 04:35په داسې حال کې چې ترهګر هڅه کوي د رسنیو په تبلیغاتو سره خپل وحشت پټ کړي، په حلب کې یې درې زره سوري وګړي اسیران کړي دي.
-
روسیې د ترهګرو پر وړاندې د سوریې د ملت پر ملاتړ ټینګار وکړ
Dec 05, 2024 04:30د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې اعلان کړی چې مسکو له ترهګرو سره د مقابلې لپاره د سوریې د حکومت د اقداماتو بشپړ ملاتړ کوي.
-
عراقچي په سوریې کې له ترهګرو ډلو سره د مقابلې پر ضرورت ټینګار وکړ
Dec 04, 2024 12:00د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، په سوریې کې له ترهګرو ډلو سره د مقابلې لپاره، د سیمې د هېوادونو د همغږۍ او د نړیوالې ټولنې د سمدستي غبرګون پر ضرورت ټینګار وکړ.
-
د لبنان د جنوب په مختلفو سیمو د صهیونیسټی رژیم په هوایی حملو کښې لږ تر لږه لس لبنانیان شهیدان شول
Dec 03, 2024 09:08د صهیونیسټی رژیم جنګی الوتکو د لبنان په جنوب کښې د «حاریص» او «طلوسه» په سیمو بمباری وکړه چې په نتیجه کښې یې لږ تر لږه لس کسان شهیدان او یوشمیر نور ژوبل شول.
-
د لبنان د پارلمان مشر د اسرائیلو له خوا د اوربند پر پرلپسې سرغړونو اعتراض وکړ
Dec 03, 2024 02:21د لبنان د پارلمان مشر په یوه بیانیه کې د صهیونیسټي رژیم له خوا د اوربند له موافقې پر پرلپسې سرغړونو اعتراض وکړ.
-
ایران او ترکیې د سوریې له ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ وکړ
Dec 03, 2024 02:10د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پرون د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره په ګډه خبري کنفرانس کې وویل: په سوریه کې فعالې تکفیري ترهګرې ډلې، له امریکا او صهیونیسټانو سره نږدې اړیکې او همغږي لري او په فلسطین او لبنان کې د صهیونیسټي رژیم له جنایتونو څخه د پام اړولو او د مقاومت په مقابل کې د ماتې د جبرانولو په موخه، دغه ډلې په سوریې کې د ناامنۍ رامنځته کولو ته هڅوي.