صهیونیسټي رژیم د سوریې څه دپاسه ۵۰۰ پوځي هدفونه بمبار کړل
Dec 13, 2024 13:06 Asia/Kabul
د صهیونیسټي رژیم جنګي الوتکو په سوریې کې څه دپاسه ۵۰۰ پوځي هدفونه بمباری کړي دي.
د سحاب شبکې د خبر له مخې، د ډسمبر په اتمه د سوریې د حکومت له نسکورېدو راهیسې، اسرائیلي پوځ د بې شمېره هوايي بریدونو په ترسره کولو سره د ۱۸۰۰ بمونو په وسیله ۵۰۰ پوځي اهداف له منځه وړي او تر اوسه یې د سوریې ډېر دفاعي سیستمونه تباه کړي دي.
د صهيونیسټي رژيم پوځيانو نن سهار د سوريې په سویل کې د قنيطره ولايت د الصمدانيه ښارګوټي ته ننوتلي دي.
صهیونیسټي پوځیانو په دغه سیمه کې د سوریې د پوځ یوه اډه تلاشي کړې او د ډې لپاره چې خلک له خپلو کورنو څخه ونه وځي، پراخې هوایي ډزې یې کړي دي.
ټیګونه