-
له صهیونیسټي پوځیانو سره په مقابله کې د لبنان د حزب ا... د بریاوو دوام
Nov 04, 2024 13:44د لبنان حزب ا... په مختلفو جبهو کې د صهيونیسټي پوځ په خلاف په کاميابۍ سره، خپل عمليات ترسره کوي. د لبنان اسلامي مقاومت، د صهیونیسټي رژیم د هدفونو پرضد د درې توغندیزو عملیات خبر ورکړی دی. د لبنان حزب ا... د دوشنبې د سهار په لومړیو عملیاتو کې د صهیونیسټي رژیم د ایلیت هشاحر ښارګوټی په توغندیو سره په نښه کړ.
-
د نتانیاهو ویاند او درې نور چارواکي د اسرائیلو د محرمو معلوماتو د افشا کولو په تور نیول شوي دي
Nov 04, 2024 11:16د صهیونیسټي رژیم امنیتي بنسټونو د دغه رژیم د لومړي وزیر د ویاند او درېیو نورو چارواکو د نیولو خبر ورکړ.
-
اسرائیلو په رسمي ډول د آنروا پر فعالیتونه بندیز ولګاوه
Nov 04, 2024 10:57صهیونیسټي رژیم د خپلو جنایتکارو اقداماتو په دوام کې، په نیواکي فلسطیني سیمو کې د آنروا ادارې پر فعالیتونو بندیز ولګاوه.
-
پزشکیان صهیونیسټي رژیم ته خبرداری ورکړ
Nov 04, 2024 10:41د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر صهیونیسټي رژیم ته خبرداری ورکړی چې: د دغه رژیم مشران پوهېږي چې که کومه تېروتنه وکړي، نو له سخت غبرګون سره به مخامخ شي.
-
د ایران پر وړاندې د جنګ پاللو د پایلو په اړه صهیونیسټي رژیم ته د ترکیې خبرداری
Nov 04, 2024 10:26د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د صهیونیسټي رژیم د هرډول اقدام د خطرناکو پایلو په دغه رژیم ته خبرداری ورکړ.
-
د غزې په شمال کې ۱۲۰۰ فلسطینیان په شهادت رسېدلي
Nov 02, 2024 02:39د صهیونیسټانو له خوا د غزې په شمال کې د تېرې یوې میاشتې د محاصرې له امله لږ تر لږه ۱۲۰۰ فلسطینیان په شهادت رسېدلي دي.
-
د فلسطیني مبارزانو له خوا ۱۲ صهیونیسټي پوځیان هلاک او ټپیان شوي دي
Nov 02, 2024 02:06د سحاب شبکې د راپور له مخې، د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د پوځي څانګې شهید عزالدین القسام کنډک ټینګار کړی چې د دغه مقاومتي ډلې مبارزانو د غزې تړانګې په شمال او د جبالیا کمپ په « القصاصیم » سیمه کې یو کور چې د صهیونیسټي اشغالګرو 12 عسکر پټ وو، له آر پي جي راکټونو سره په نښه کړی چې له امله یې هغوی مړه او یا ټپيان شوي دي.
-
په امریکایي وسلو سره د فلسطینیانو نسل وژنه
Nov 01, 2024 11:12په غزه کې په امریکايي وسلو سره د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو دوام، د امریکا په سیاسي ناستو او رسنیو کې د اختلاف وړ موضوع ګرځېدلې ده.
-
د لبنان په سویل کې کابو زر تنه صهیونیسټان مړه او ژوبل شوي دي
Nov 01, 2024 10:33د اسلامي مقاومت د عملیاتو خونې اعلان کړی چې د لبنان په سویل کې د ځمکنیو جګړو له پیله تراوسه، کابو زر تنه صهیونیسټي پوځیان مړه او ژوبل شوي دي.
-
د لمر په حضور کې - په ایران کې د شهیدانو له کورنیو سره د آیت ا... خامنه يي لیدنه
Nov 01, 2024 10:20د شهیدانو له کورنیو سره لیدنه، د اسلامي انقلاب د رهبر حضرت آیت ا... خامنه يي یو ښکلی دود دی. دا صمیمي لیدنه په ټول کال کې څو ځلې ترسره کېږي او په صمیمي او معنوي فضا کې د شهیدانو یاد او خاطرې تازه کېږي. آیت ا... خامنه يي په دې وروستیو کې د امنیت شهیدانو له کورنیو سره لیدنه کړې وه.