-
د اسرائیلو پوځيانو په دیرالبلح ښار اوبه بندې کړي دي
Aug 31, 2024 00:45تسنیم خبرې اژانس راپور راکړی د فلسطین د غزې تړانګې په مرکز کښې دیرالبلح ښار چې د طوفان الاقصی له عملیاتو وروسته د څه د پاسه لس لکه فلسطیني کډوالو کوربه دی نن سبا د اوبو د غوڅیدا او د کلابندۍ د کړۍ د لا تنګیدا په سیوري کښې د دغه ښار په کامل ډول د خالي کولو لپاره د صهیونیسټي پوځیانو لخوا له سخت دباو سره مخامخ دی.
-
اسرائیل له فلسطیني بندیانو سره د ځناورو په شان چلند کوي
Aug 27, 2024 08:20زمونږ خبریال راپور راکړی د «المیزان» په نوم د بشري حقوقو مرکز د لوږې د سیاستونو، د درملو د نه ورکولو او له سپکاوي د ډک چلند او د نورو غیر انساني کارونو، د فیزیکي او د نفسیاتي شکنجه په شمول د اسرائیلو په زندانونو کښې د فلسطیني بندیانو د حقوقو د خلاف ورزیو په هکله خبرداری ورکړ.
-
د فلسطین د مظلوم ملت په ملاتړ کې د صهیونیسټ رژیم له استازی سره د سیالۍ په موخه د ایران لوبغاړو انکار
Aug 26, 2024 13:56پارس ټوډی - د ایران مخکښ لوبغاړو استازي د فلسطین له مظلومو خلکو څخه د ملاتړ په لړ کې د صهیونیسټي رژیم له استازي سره د نړیوالو اتلولیو په سیالیو کې له ګډون څخه ډډه وکړه.
-
د حسینی اربعیّن میلیون لاریون دظلم د ابدی فنا او د حق تل پاتیکیدایوه روښانه بیلګه ده
Aug 25, 2024 10:54د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي د حسینی اربعیّن بې مخینې او میلیوني لاریون،د ظلم د ابدی فنا او د حق تل پاتیکیدا یوه روښانه بیلګه وبلله.
-
انډونیشیا والو د اسرائيلي شیانو په بایکاټولو سره دوي ته په میلیونو ډالره تاوانونه اړولي دي
Aug 24, 2024 12:25پارس ټوډې – د انډونیشیا خلکو د هرې اونۍ په آخر کې د فلسطینیانو په ملاتړ کې په میلیوني مظاهرو سره په یووخت،له اسرائيلو سره د اړونده شرکتونو له محصولاتو استفاده هم پریښودلې ده او په دې توګه ئې دغو شرکتونو ته په میلیونونو ډ الر تاوانونه اړولي دي.
-
د لبنان حزب الله د اسرائیلو په یوه مرکز برید وکړ
Aug 23, 2024 12:26زمونږ خبریال راپور راکړی د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله په څو توغندیو سره د صهیونیسټ رژیم د «میرون» د هوايي کنټرول په اډې برید وکړ.
-
د فلسطین د غزې تړانګې ۹۰ فیصده خلک بې کوره شوي
Aug 23, 2024 08:58زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګروملتونو د بشري چارو د غږملتیا دفتر اوچا(OCHA)د فلسطین په غزې تړانګه کښې د ډیرو خلکو په بې کوره کیدا خپګان څرګند کړی او ویلي یې دي چې د غزې تړانګه نوي(۹۰) فیصده نفوس بې کوره شوي دي.
-
چین د صهیونیسټ ښارګي میشته خلکو تاوتریخوالی وغاند
Aug 23, 2024 08:36ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د چین استازي «فوکنګ» د اردن سیند د لویدیځې غاړې د فلسطینیانو پرضد د اسرائیلي ښارګي میشته خلکو تاوتریخوالی وغاند.
-
د فلسطین نیواکي ټاټوبو ته د امریکا-بریتاکشتیو تګ راتګ په اوڅاره توګه کم شوی
Aug 23, 2024 02:36سحاب - د لبنان المیادین خبری چینل د فلسطین نیواکي ټاټوبو ته د امریکائی او بریتانوي کشتیو د تګ راتګ د بې مخینې کمیدا خبر ورکړی دی.
-
له الاقصی جومات او غزې څخه دفاع د ټولو مسلمانانو یوه مقدسه دنده ده
Aug 23, 2024 02:32د یمن د انصار ا...ولسی غورځنګ رهبر سید عبدالملک بدرالدین الحوثي په یو لړ څرګندونو کې دې ته په اشارې سره چې د فلسطین له ولسه په ملاتړ کې د لټۍ د خطرې په باب د اسلامی امت د خبرولو اوپوهولو په زمینې کې ددین دعالمانو او روڼ اندو دنده ډیره ستره دنده ده ،ووئیل؛ له غزې او الاقصی جومات څخه دفاع د ټولو مسلمانانو لپاهر یوه مقدسه دنده ده.