-
د ایران چابهار بندر د افغان او هندي چارواکو د لیدنې محور
Nov 08, 2024 01:11د افغانستان په چارو کې د هند ځانګړي استازي او د افغان طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، د ایران په سویل ختیځ کې د چابهار بندر د ظرفیتونو پر استفادې ټینګار وکړ.
-
د افغانستان طالبانو او سیاسي شخصیتونو ډونالډ ټرامپ ته مبارکۍ ورکړي ده
Nov 07, 2024 10:48زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو سرپرست حکومت او ځينو سياسي شخصيتونو ډونالډ ټرمپ ته د امریکا د اوه څلویښتم ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ویلې ده.
-
د افغانستان د طالبانو او د هند چارواکو په کابل کښې خبرې وکړې
Nov 07, 2024 10:41زمونږ خبریال راپور راکړی د جي پي سنګ په مشرۍ له هند ورغلي پلاوي د طالبانو د سرپرست حکومت د دفاع او بهرنیو چارو له وزیرانو سره جلا جلا لېدنې ترسره کړي دي.
-
په سرپل ولایت کې یو قومي مشر په مرموز ډول وژل شوی
Nov 07, 2024 09:31زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په سرپل ولایت کې سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق ته نږدې ځایي مخور یوسف علي رستګار په مرموز ډول وژل شوی دی.
-
د اسرائیلو د پوځ د لوی درستیز او شابک د مشر د لیری کیدا احتمال هم شته
Nov 06, 2024 03:43یوې عبری ژبې رسندوئې له نتنیاهو سره د ندزې کړئ له قوله راپور ورکړی، نتنیاهو د جنګ د وزیر له لیرې کولو روسوته د شابک د مشر او د پوځ دلوي درستیز په لیرې کولو پسې هم دی .
-
ایران اوپاکستان دپولې په سر د ورانکارو په ضد ګډ عملیات ترسره کړل
Nov 06, 2024 02:01ټولنیزو چینلونو کې هم لیکل شوي دي ، لومړنی راپورونه په بلوچستان صوبې کې د پولې په رس دقاچاقبرو او ورانکارو په ضد د ایران او پاستان د پوله ساتي ځواکونو د ګډو عملیاتو ښودنه کوي. دپاکستان رسندویو د ځاي سرچینو له قوله راپور ورکړی، د ایران او پاکستان دپولې په سر د څو چاودنو غږونه آوریدل شوي دي او وئيل کیږي، چې ددغو عملیاتو موخه قاچاقبر او ورانکار وو.
-
خلک دې صهیونیسټانو ته دکلک ځواپ په تمه ووسي
Nov 06, 2024 01:52سردار فدوي ددې خبرې په کولو سره چې د فلسطین د مقاومت د شهیدو مبارازانو شمیر له هغه څه ډیر کم دی چې د صهیونیسټانو په وسیله اعلان شوی ، ووئیل؛ صهیونیسټي جنایتکاران په فلسطین هرډول جنایتونه کوي اوله بده مرغه څه دپاسه شل زره ماشومان او زلمیان ئې شهیدان کړي دي.
-
ایران او پاکستان دسیمې په سیمه ایزو او دسیمې په مسئلوکې بشپړغږمله دي
Nov 06, 2024 01:42سحاب – د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر د پاکستان د سفر په پاي کې په اسلام اباد کې په یولړڅرګندونو ددواړو هیوادونو په اړیکو د خوښئ په ښودلو سره ووئيل،د هراړخیزو ملګرتیاؤ د پراختیا په موخې سره د اقتصادي ، امنیتی او کلتوري حوزو کې ښې فیصلې شوي دي.
-
د ایران په ضد د اسرائيلي رژيم تیري د نړیوالو اصولو او قواعدو چخڼي کول دي
Nov 06, 2024 01:31سحاب - د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پرون ناوخته په اسلام اباد کې د ایران د اسلامی جمهوریت له خارجه وزیر عباس عراقچي سره په کتنې کې د ایران د مځکنۍ بشپړتیا او حاکمیّت په ملاتړ باندې په بیا ټينګار او په ایران د اسرائيلی رژيم د تیریو په سخت محکومیّت سره، په لوړه سویه د منظمو مبادلانو د ساتنې او همداراز د په ټولو حوزو کې د متقابلې ګټې دملګرتیاؤ د پیاوړتیاؤ غوښته وکړه.
-
عبری ورځپاڼو لیکلي؛د اسرائيلو داقتصاد راتلونکی روښانه افق نه لري
Nov 05, 2024 12:24پارس ټوډې- د صهیونیسټي رژيم یوې رسندوئې منلې ده چې جنګ ددغه رژيم پر اقتصاد بوږنونکی اغیزې شیندلي دي، داسې چې دجنګ له ختمیدا څو کاله وروسته به تل ابیب هم ددې جوګه نه وي چې دغه وضعیّت سم کړي.