د ایران چابهار بندر د افغان او هندي چارواکو د لیدنې محور
د افغانستان په چارو کې د هند ځانګړي استازي او د افغان طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، د ایران په سویل ختیځ کې د چابهار بندر د ظرفیتونو پر استفادې ټینګار وکړ.
د سحاب شبکې د خبر له مخې، د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي چې، د افغانستان په چارو کې د هند ځانګړي استازي جي پي سينګ په کابل کې د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير مولوي امير خان متقي سره په لیدنه کې، د چابهار بندر له ظرفيتونو څخه د ګټې اخيستنې په اړه يې د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې کړي دي.
"جی پي سینګ" پر دې باندې په ټینګار سره چې له افغانستان سره د اړیکو پراختیا د نوي ډهلي لپاره مهمه ده، ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره د بشري مرستو سربېره، د دغه هېواد په پراختیایي برخه کې هم خپلې همکارۍ پیل کړي دي.
متقي همدارنګه ویلي چې افغان سوداګرو ته د هند د ویزو په ګډون د لا زیاتو اسانتیاوو برابرول، کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پراخې کړي.
چابهار بندر د خپل ستراتیژیک موقعیت او د منځنۍ آسیا په وچه کې د پرتو هېوادونو لکه افغانستان، ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان، قرغیزستان او قزاقستان لپاره آزادو اوبو ته تر ټولو نږدې لارې په توګه ځانګړی اهمیت لري.