-
عراق خپلو اصلی هیوادونو ته د داعشی ترهه ګرو د ورستنیداپه اړه خبردارې ورکړ
Feb 13, 2017 02:45د الفرات نیوز چینل له راپور سره سم د عراق خارجه وزیر ښاغلی ابراهیم جعفری وویل عراق عسکر د نړۍ د څه د پاسه سلو هیوادونو له ښاریزو څخه له ترهه ګرۍ سره جنګیږی او که دا کسان خپلو هیوادونو ته ستانه شی نو ډیر وران کاره اقدامات به ترسره کړی .
-
عراق به هیڅکله هم په سیمه ایزو او نړیوالو شخړو کې ګډون ونه کړي .
Feb 11, 2017 13:39زمونږخبریال راپور راکړ دعراق لومړی وزیر حیدر العبادي نن د دغه هیواد له رسمي ټيلیویژني چینل سره په خصوصي خبرو کې دامریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره دهغه دخبرو اترو دمحتوا په باب دسپینې ماڼۍ په اعلامیې په غبرګون ښودلو سره ویلي دي ، بغداد دخپلو ملي ګټو ساتونکی دی او په هرې هغې شخړې کې به چې دعراق اوسیمې لپاره غمیزه رامینځةکونکی وي ګډون ونه کړي .
-
دعراق په دیاله ولایت کې د داعشیانویوستر کاروان تباه کړائ شو .
Feb 09, 2017 12:13زمونږخبریال راپورراکړ دعراق د ولسی ځواک یوه قوماندان سردار عامر الفیلي وویل ، د عراق له ولسی ځواک سره اړونده فیلی کردانو د یوسل لسم لښکر توغندوي یونټ ددیاله ولایت په شمال ختیځي کې په امام ویس سیمې کې د داعشي تکفیریانو کاروان په نښه کړي چې په نتیجې کې ئې په لسګونو ترهه ګرهلاک او دهغوي زیات شمیر په سترو وسلو سنبال ګاډي هم تباه شوي دي .
-
ملګری ملتونه دې دعراق په چارو کې دبهرنۍ لاسوهنې مخه ونیسی.
Feb 06, 2017 01:59ایرنا خبری آژانس راپورورکړ دایران دنظام دمصلحت پيژندونکي ټولنې د سټراټژيکو څيړنو دمرکز مشر علی اکبر ولایتي پرون مازدیګر په تهران کې دعراق په چارو کې دملګروملتو دسرمنشي له ځانګړي استازي سان کوبیش سره په کتنې کې ټينګار وکړ دعراق دمځکنۍ بشپړتیا دساتنې لپاره دې له هرډول هغه حرکت سره چې د دغه هیواد دویشل کیدا لامل کیږي ،مقابله وشي ، ځکه چې دعراق دولس برخلیک دسیمې دهیوادونو پر ثبات اغیزې شیندي .
-
په عراق کې داعش ترهه ګرې ډلې په مشرانوکې اختلافات نوره هم زیات شوي دي .
Feb 05, 2017 16:43زمونږخبریال دعراق د الفرات نیوز خبری آژانس له قوله راپورراکړ دعراق اطلاعاتي سرچینو ایشواکړې چې په عراق کې داعش تکفیری ترهه ګره ډله له د داخلی اختلافاتو له زیاتیدو سره مخ شوې ده او د دغې ډلې یو شمیر کمانډرانو د مشرانوله حکم منلو سرغړونې کړي دي .
-
دعراق پوځ په صلاح الدین ولایت کې یولړ نوره بریاوې هم ترلاسه کړي دي .
Feb 04, 2017 02:53ایرناخبری اژانس راپورورکړ دعراق النجباء اسلامی مقاومت غورځنګ چې د دغه هیواد د الحشد الشعبی ولسی ځواک یوه برخه ده ، په یوې اعلامیې کې ویلی دي ، په صلاح الدین ولایت کې دالصینیه ټاپو دآزادۍ د عملیاتو دوهمه مرحله پاي ته رسیدلې ده .
-
د عراق فوځ د موصل په لویدیځه برخه هم حملې شروع کړې
Feb 02, 2017 11:58د داعش له قبضې نه د موصل د ازادولو د عملیاتو په دوام کښې د عراق هوائی ځواکونو نن د موصل ځینې لویدیځې برخې بمباری کړې.
-
دعراق په کربلا ولایت کې د داعشي ترهه ګرو ځان مرګي حملې ناکامې شوي دي .
Feb 01, 2017 12:28ایرناخبری آژانس راپور ورکړ دعراق امنیتي ځواک نن دیوې اعلامې په خپرولو سره ویلی دي ، دکربلا ولایت په لودیځ کې ئې په شعیب سیمې د داعشی تکفیریانو ستره حمله ناکامه کړې اودهغوي یوشمیر هغه ګاډي ئې چې له چاودیدونکو توکو ډک د ځان مرګي حملو لپاره تیار وو ، تباه کړي دي.
-
دعراق دبغداد په شمال کې پنځه داعشی ځان مرګي له عملیاتو مخکې هلاک شول .
Jan 30, 2017 16:56ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ دعراق پوځ نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی دي ، په دووجلاجلا عملیاتو کې ئې پنځه هغه داعشی تکفیری ترهه ګر چې ځان مرګو عملیاتو ته ئې ځانونه تیار کړي وو، له عملیاتو مخکې ئې هلاک کړي دي .
-
ترهه ګري دنړیوالې ټولنې لپاره خورامهمه خطره ده
Jan 30, 2017 14:48ایرناخبری آژانس راپورورکړ د عراق خارجه وزیر ابراهیم جعفري نن په بغداد کې داروپائي هیوادونو دسفیرانوپه ټول کې ددې خبرې په کولو سره چې دترهه ګرۍ دکنټرولولو لارې چارې د نړیوالو ترمینځ ملګرتیا ده ، روښانه کړې ، ترڅو چې دترهه ګرۍ مالي سرچینې وچې نشي او دتکفیرلیدتوګه جرم ونه ګڼل شي ،دترهه ګرۍ وجودي جرړې به هماغه راز دنړۍ لپاره یوه جدي اومهمه خطره وي .