ترهه ګري دنړیوالې ټولنې لپاره خورامهمه خطره ده
ایرناخبری آژانس راپورورکړ د عراق خارجه وزیر ابراهیم جعفري نن په بغداد کې داروپائي هیوادونو دسفیرانوپه ټول کې ددې خبرې په کولو سره چې دترهه ګرۍ دکنټرولولو لارې چارې د نړیوالو ترمینځ ملګرتیا ده ، روښانه کړې ، ترڅو چې دترهه ګرۍ مالي سرچینې وچې نشي او دتکفیرلیدتوګه جرم ونه ګڼل شي ،دترهه ګرۍ وجودي جرړې به هماغه راز دنړۍ لپاره یوه جدي اومهمه خطره وي .
الجعفري په دې خبرې په ټينګار سره چې نړیواله ټولنه باید دهغو هیوادونو ترڅنګ چې له ترهه ګرۍ سره جدي مقابله کوي ،ودریږي زیاته کړې ، عراق هماغه راز د داعشی ترهه ګرو له نیواکه دبیرته آزادکړائ شویو ښارونو دبیخ بینائیو دبیارغاونې او لازیات ملاتړ تمه لري .
د اروپائي هیوادونو سفیرانو هم په دغې غونډې کې له داعش ترهه ګرې ډلې سره په مبارزې کې دعراق په ملاتړ ټينګار وکړ او دترهه ګرۍ په وړاندې ئې دعراق ځواکونه وستایل .