-
د امريکې معالجاتي ترهه ګري د نړيوالې پراخېدونکې بيمارۍ په مقابل کښې د موثره غبرګون خنډ دے
Mar 21, 2020 11:14د ايران خارجه وزير د برازيل «فوليا دي سان پاولو» ورځپاڼې سره په مرکه کښې له کورونا وائرسو سره د ايران د خلقو مبارزې ته په اشارې سره وويل، د امريکې معالجاتي ترهه ګري د نړيوالې پراخېدونکې بيمارۍ په مقابل کښې د موثر غبرګون خنډ دے.
-
په ټول ايران کښې له کورونا سره د مبارزې رپوټونه او شمېرنې اميدوارونکې دي
Mar 21, 2020 10:09د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د کورونا بيمارۍ د مديريت د ملي کمېټۍ وېناو او سپارښتنو ته د خلقو له پاملرنې څخه په قدرونط سره وويل، په ټول ايران کښې له کورونا سره د مبارزې رپوټونه او شمېرنې اميدوارونکې دي.
-
له کورونا سره د مقابلې لپاره ايران ته د چين د طبي مرستو لېږد دوام لري
Mar 21, 2020 07:43له کورونا سره د مقابلې لپاره د چين د حکومت او ملت ډالۍ کړې شويو طبي سامانونو څلور نورې پېرې ايران ته راورسېدې.
-
په ايران د امريکې بنديزونه او د هغو د لغو کېدو لپاره مخ په زياتېدو غوښتنې
Mar 19, 2020 11:12د ايران په شمول په نړۍ کښې د کورونا د مرګونې بيمارۍ له خپرېدو او ورسره د پرله پسې او هراړخيزې مبارزې له ضرورت سره سره امريکه هم هغه شان د ايران په خلاف له زيات نه زيات دباو د سياست په چوکاټ کښې په خپلې بائيکاټي پالېسۍ ټينګار کوي او په متواتره توګه د تهران په خلاف نويو بائيکاټونو اعلانولو ته دوام ورکوي.
-
د کورونا له امله پاکستان کښې له دوو وړومبنيو مړو کسانو څخه يو له سعودي او بل له اماراتو راستون شوے ؤ
Mar 19, 2020 09:32د پاکستان چارواکو په دغه هېواد کښې د کورونا وائرسو له امله د وړومبنيو دوو کسانو د مړينې په تائيدولو سره وويل چې په دې وروستيو ورځو کښې يو له سعودي او بل له اماراتو راستون شوے ؤ.
-
د کورونا وائرسو له کبله د جومات په ځاے کور کښې نمونځ کول جائز دي
Mar 18, 2020 04:07په مصر کې جامعه الازهر فتوا ورکړې چې د کورونا واېرسو د مخنیوي لپاره د جُمعې لمونځ او په جوماتونو کښې د جَمعې نمونځونه لغوه کول جائز دي.
-
افغانستان کښې په کورونا وائرسو د اخته کسانو شمیر ۲۱ تنو ته زيات شو
Mar 18, 2020 03:59د افغانستان د روغتیا وزارت په حواله په دغه هیواد کښې په کورونا وایرسو د اخته کسانو شمیر ۲۱ تنو ته زيات شوے دے.
-
په پاکستان کښې د کورونا وړومبنے قرباني
Mar 18, 2020 01:38په پاکستان کښې د کورونا وائرسو له کبله وړومبنے مرګ ثبت شو.
-
د جنوبي آفريقې او سوئيډن خارجه وزيرانو له ظريف سره د کورونا وائرسو په اړه ټيلفوني خبرې وکړې
Mar 18, 2020 01:23د جنوبي افريقې او سوئيډن خارجه وزيرانو بېګا د ايران د اسلامي جمهوريت له خارجه وزير محمد جواد ظريف سره په نړۍ کښې د کورونا وائرسو د خپرېدو او له دغو وائرسو سره د مقابلې لپاره د ټولو هېوادونو د ډله ايزې ملګرتيا د لازموالي په باره کښې صلاح مشورې وکړې.
-
له کورونا سره د مبارزې د ملي بسيج پلان به ګواښ په فرصت بدل کړي
Mar 16, 2020 03:54د اسلامي انقلاب معظم رهبر له کورونا څخه د مخنيوي او ورسره د مبارزې لپاره د ايران د روغتيا د د وزارت د هلو ځلو په قدرونې سره د بيمارۍ له پراختيا څخه د مخنيوي لپاره د ايران د ملي کمېټۍ او د روغتيا د وزارت د تدابيرو په لازم الاجرا والي باندې تاکيد وکړ.