-
پاکستان له افغانستان سره خپلې ټولې پولې وتړلې
Mar 16, 2020 04:24پاکستان وويل، د کورونا وائرسو له خپرېدو څخه د مخنيوي په وجه له نن څخه له افغانستان سره خپلې ټولې پولې د مسافرو او سامانونو په لور وتړلې.
-
له کورونا سره د مقابلې په اړه د آذربائيجان جمهوريت او اماراتو له خارجه وزيرانو سره د ظريف صلاح مشورې
Mar 16, 2020 01:55د ايران خارجه وزير د آذربائيجان جمهوريت او اماراتو له خارجه وزيرانو سره په ټيلفوني خبرو کښې د کورونا وائرسو له خپرېدو سره د مقابلې لپاره د ټولو هېوادونو په ډله ايزې ملګرتيا تاکيد وکړ.
-
د امريکې غېرقانوني بنديزونه د نړيوالې روغتيا د امنيت په خلاف سخت ګواښ دے
Mar 16, 2020 01:27د ايران د اسلامي شورا د جرګې د ډېپلومېسۍ او ملي ګټو د فراکسيون مشر د امريکې د کانګرس غړې مېرمن ايلهان عمر ته په يو خط کښې وليکل: د امريکې غېرقانوني بنديزونه د نړيوالې روغتيا د امنيت په خلاف سخت ګواښ دے.
-
په کویت کښې د کورونا اذان
Mar 14, 2020 22:02په کویت کښې کورونا اذان بدل کړ
-
په پاکستان کښې د کورونا وائرسو له ويرې خيبر پښتونخوا، بلوچستان او سيند صوبو کښې تعليمي ادارې وتړل شوې
Mar 13, 2020 13:53پاکستان کښې د خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سيند صوبو چارواکي وايي، د کورونا وائرسو د خپرېدو له وېرې په درې واړو صوبو کې ښوونيزې يا تعليمي ادارې تړل شوي دي.
-
په ايران کښې په کورونا وائرسو اخته له درې نيم زرو زيات بيمارانو شفاء بيا مونده
Mar 13, 2020 12:50د ايران د روغتيا وزارت وويل ، تر اوسه درې زره پينځه سوه نهويشت هغو کسانو چې په ايران کښې په کورونا وائرسو اخته شوي وو شفاء بياموندې ده او له روغتونونو رخصت شوي دي.
-
د کېنېډا وزیراعظم د کورونا له کبله قرنطينه او میرمن یې په وائرسو اخته شوه
Mar 13, 2020 12:36د کېنېډا وزیراعظم جسټن تروډو وروسته له هغې په کور کښې قرنطینه شوي دي چې په میرمن سوفیا تروډو کښې د کورونا وایرسو شتون ثابت شو.
-
چين د کورونا د علاج لپاره د سږي د پړسوب ضده درملو خبر ورکړ
Mar 13, 2020 11:37چين په دغه هېواد کښې په کورونا وائرسو د اخته بيمارانو د علاج په هدف سره د سږي د پړسوب ضده درملو د استعمال لپاره شين څراغ وښود.
-
چين د امريکې فوځ د کورونا وائرسو په خپرولو تورن کړ
Mar 13, 2020 10:45د چين د خارجه وزارت وياند د امريکې فوځ په خپل هېواد کښې د کورونا وائرسو په خپرولو تورن کړ.
-
له کورونا سره په مقابلې باندې د امريکې د بنديزونو د تاثير په اړه ګوټرش ته د ظريف خط
Mar 13, 2020 09:57د ايران خارجه وزير د ملګرو ملتو مشر ته په يو خط کښې له کورونا وائرسو سره د مقابلې لپاره د ايران په خلاف د امريکې د ټولو غېر قانونوني او يو اړخيزو بنديزونو په ختمولوتاکيد وکړ.