پاکستان له افغانستان سره خپلې ټولې پولې وتړلې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i88673-پاکستان_له_افغانستان_سره_خپلې_ټولې_پولې_وتړلې
پاکستان وويل، د کورونا وائرسو له خپرېدو څخه د مخنيوي په وجه له نن څخه له افغانستان سره خپلې ټولې پولې د مسافرو او سامانونو په لور وتړلې.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Mar 16, 2020 07:54 Asia/Kabul
  • پاکستان له افغانستان سره خپلې ټولې پولې وتړلې

پاکستان وويل، د کورونا وائرسو له خپرېدو څخه د مخنيوي په وجه له نن څخه له افغانستان سره خپلې ټولې پولې د مسافرو او سامانونو په لور وتړلې.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې پاکستان وويل، همدارنګ هغه ټول سامانونه چې له نورو هېوادونو څخه د کراچۍ بندر له لارې پاکستان ته داخليږي له نن څخه به د داخلېدو  اجازه ونه لري.

د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ د کوټو د عاملې کمېټۍ مشر نقيب ا... صافي وويل چې که دغه پولې د اوږدې مودې لپاره تړلې وساتل شي نو د دغو هېوادونو ټرانزېټ به له مشکل سره مخامخ شي.

همدارنګ وويل شول چې دغه مشکل به له سفارتي لارو هوار کړې شي او د روغتيا د نړيوالې ادارې د سپارښتنو له امله پاکستان  پکار دے د راکړې ورکړې لارې ونه تړي.