-
کورونا ویروس د امریکا ۴۵۰۰۰ ښاریز وژلي دي
Apr 22, 2020 07:55زمونږ خبریال وايي د امریکا د روغتیا چارو یوه (۱) لوړرتبه مسول رابرټ ریډفیلډ وویل په هیواد کښې د کورونا ویروس دوهمه (۲) ځپه به نوره هم ورانونکي وي ځکه چې هغه به د زکام د موسم له پیلیدا سره ټکر وخوري .
-
د ايران او فرانسې د ولسمشرانو ټيلفوني خبرې اترې، د ايران په خلاف د اقتصادي جنګ د بندولو په ضرورت تاکيد
Apr 07, 2020 10:37د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر حسن روحاني پرون مازيګر د فرانسې د ولسمشر امانوئل مېکرون په ټيلفوني تماس کښې په نړۍ کښې د کورونا وائرسو د خپرېدو په دوران کښې د هېوادونو ترمېنځ د جنګونو د بندولو لپاره د ملګرو د مشر له نوښت څخه په هرکلي سره هيله څرګنده کړه چې په دغه نوښت کښې د ايران په خلاف اقتصادي جنګ هم شامل وي.
-
بریتانیا ، فرانسې او ایټالیا کښې کورونا ډیر کسان وژلي
Mar 30, 2020 00:45زمونږ خبریال وايي په انګلستان، ایټالیا او فرانسې کښې د کورونا وایروس د وژل شویو کسانو شمیر زیات شوی .
-
پاکستان د ایران پرضد دبندیزونو د ختمیدا غوښتنه وکړه
Mar 25, 2020 02:57زمونږ خبریال وايي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د فرانسې او د اسپانیا له خارجه وزیرانو سره په جلا جلا ټیلي فوني تماسونو کښې د ایران پرضد د امریکا د یواړخیزه بایکاټونو د لغو کیدا په ضرورت ټینګار وکړ .
-
ویښ وجدانونه دې دامریکادبندیزونو دختمولولپاره اقدام وکړي
Mar 18, 2020 11:24دفرانسې غوره شخصیتونه دې پخپل انساني او انسان دوستۍ نظر سره د دغو بندیزونو د ختمولو هڅه وکړي .ځکه چې په اوسنیو شرائطو کې دغه بندیزونه،په ایران،سیمې او حتی په نړۍ کې یوازې د بې ګناه انسانانو ژوند په نښه کړی دی .
-
پاکستان اېټاليا ته الوتونه لغو کړل
Mar 12, 2020 02:41پاکستان د کورونا وائرسو له خپرېدو څخه د مخنيوي لپاره د مارچ تر يو دېرشمې پورې اېټاليا ته نېغ په نېغه الوتونه لغو کړل.
-
په فرانسې کښې په جومات برید شوی دی
Mar 09, 2020 01:14زمونږ خبریال وايي د فرانسې رسنیو بیګا په پاریس کښې په یوه (۱) جومات باندې د وسله وال کس د برید خبر ورکړ .
-
ایران او فرانسه سیمه ایز حالات په دقت سره څاري
Mar 07, 2020 01:00جواد ظریف له دې لږ مخکې پخپل ټولنیزپیغام کې په نړۍکې د کروناویروس خوریدا ته اشاره کړې او دایرانیو ښاریزو خپل هیواد ته د ستنیدو لپاره ئې د هیوادونو او هوائي شرکتونو د ملګرتیا غوښتنه کړې ده .
-
ظريف له کورونا سره په مقابله کښې د روغتيا د نړيوالې ادارې د مرستو قدرونه وکړه
Mar 03, 2020 01:46د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف بېګاپه يو ټوئيټ کښې د روغتيا د نړيوالې ادارې او دوستو هېوادونو قدرونه وکړه چې د امريکې د اقتصادي ترهه ګرۍ باوجود يې له کورونا سره په مقابله کښې له ايران سره مرستې وکړې.
-
پاکستان به په تور فهرست کښې شامل نشي
Feb 18, 2020 08:59زمونږ خبریال وايي د امریکا په واشنګټن کښې په ووډرا ویلسن مطالعاتي مرکز کښې د جنوبي اسیا د چارو کارپیژاند مائیکل کوګلمیان (Michael Kugelman) وویل چې د مالي اقدام ځانګړي ډله ایف ای ټي ایف (Financial Action Task Force) به په پاریس کښې په خپلې کلنۍ غونډې کښې پاکستان په تورفهرست کښې شامل نکړي بلکې د څارنې په فهرست کښې به یې شامل کړي .