د فرانسې لومړي وزیر استعفا ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i91214-د_فرانسې_لومړي_وزیر_استعفا_ورکړه
زمونږ خبریال وايي د فرانسې د ولسمشر دفتر الیزه ماڼۍ په یوې (۱) خبرپاڼه کښې وویل لومړي وزیر ایډورډ فیلیپ نن سهار خپله استعفا ولسمشر امانوئل ماکرون ته وسپارله او هغه هم دغه استعفا ومنله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 03, 2020 09:51 Asia/Kabul
  • د فرانسې لومړي وزیر استعفا ورکړه

زمونږ خبریال وايي د فرانسې د ولسمشر دفتر الیزه ماڼۍ په یوې (۱) خبرپاڼه کښې وویل لومړي وزیر ایډورډ فیلیپ نن سهار خپله استعفا ولسمشر امانوئل ماکرون ته وسپارله او هغه هم دغه استعفا ومنله .

د فرانسې د ولسمشر د دفتر په بیانیې کښې ویل شوي دي د نوي  حکومت تر جوړیدا پورې د هیواد په چارو باندې  غور به د اوسني حکومت په غړیو سره دوام ولري .

په عین حال کښې د فرانسې د ولسمشر دفتر یعني الیزه ماڼۍ ته نږدې سرچینو وویل ټاکل شوي ده چې د حکومت په جوړښټ کښې ستر بدلونونه رامینځته شي .

د فرانسې د اوسنې دفاع وزیرې میرمن  فلورانس پارلي نوم د لومړي وزیر د څوکۍ لپاره مطرح دی .

ویل کیږي چې د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون د ملي او د مشرانو جرګو له مشرانو سره په کتنې کښې په حکومت کښې د پراخو بدلونونو په هکله خبرې کړي دي .