-
د غزې په شمال کې ۱۲۰۰ فلسطینیان په شهادت رسېدلي
Nov 02, 2024 02:39د صهیونیسټانو له خوا د غزې په شمال کې د تېرې یوې میاشتې د محاصرې له امله لږ تر لږه ۱۲۰۰ فلسطینیان په شهادت رسېدلي دي.
-
د فلسطیني مبارزانو له خوا ۱۲ صهیونیسټي پوځیان هلاک او ټپیان شوي دي
Nov 02, 2024 02:06د سحاب شبکې د راپور له مخې، د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د پوځي څانګې شهید عزالدین القسام کنډک ټینګار کړی چې د دغه مقاومتي ډلې مبارزانو د غزې تړانګې په شمال او د جبالیا کمپ په « القصاصیم » سیمه کې یو کور چې د صهیونیسټي اشغالګرو 12 عسکر پټ وو، له آر پي جي راکټونو سره په نښه کړی چې له امله یې هغوی مړه او یا ټپيان شوي دي.
-
په امریکایي وسلو سره د فلسطینیانو نسل وژنه
Nov 01, 2024 11:12په غزه کې په امریکايي وسلو سره د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو دوام، د امریکا په سیاسي ناستو او رسنیو کې د اختلاف وړ موضوع ګرځېدلې ده.
-
د لبنان په سویل کې کابو زر تنه صهیونیسټان مړه او ژوبل شوي دي
Nov 01, 2024 10:33د اسلامي مقاومت د عملیاتو خونې اعلان کړی چې د لبنان په سویل کې د ځمکنیو جګړو له پیله تراوسه، کابو زر تنه صهیونیسټي پوځیان مړه او ژوبل شوي دي.
-
دغزې په شمال کې داسرائیلي پوځ د لوي درستیز دشتون ځاي دتوغندیو په شیشت کې ورغی
Nov 01, 2024 02:51سحاب دفلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس پوخي څانګې عزالدین قسام کنډکونو د غزې تړانګې په شمال کې د صهیونیسټ رژيم د پوځ دلوي درستیز د شتون ځاي په توغندیو سره ټارګټ کړ.
-
په غزې کې د نسل وژنې په ضد دې نړیوال دریځ غوره شي
Nov 01, 2024 02:39سحاب - د ملګروملتو سرمنشي په غزې تړانګې کې د فلسطینیو د نسل وژنې په وړاندې دنړیوال قدرتمند دریځ غوښته وکړه.
-
وحدت او یووالی مسلمانان په سیمې ک په یوه ستر قدرت بدلوي
Nov 01, 2024 01:41سحاب – د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر دمسلمانو هیوادونو ترمینځ پر اتحاد او یووالي په ټينګار سره ووئیل، که وتوانیږو، په اقتصادي،سیاسی او اجتماعي زمینو کې وحدت او یووالي ته ورسیږو، نو په سمیې یو لوي قدرت کیدلی شو او په داسې بڼه کې امریکا مونږ هیڅکله هم نشي بایکاټولی.
-
د صهیونیسټ رژيم تیریو د لبنانیو ماشومانو لپاره منفی پایلې درلودلي دي
Nov 01, 2024 01:30سحاب – دملګروملتو د ماشومانو بسپنې (یونیسف) په لبنان د صهیونیسټي نسل وژونکي رژيم په تیریو پسې لبنانیو ماشومانو ته د پراخو تاوانونو رسیدا خبر ورکړ.
-
د قدس ځواک به د صهیونزم تر نابودۍ پورې د حزب الله تر څنګ وي
Nov 01, 2024 01:21د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک قوماندان د لبنان دحزب ا... د نوي عمومی منشي د ټآکل کیدا په باب په مبارکۍ وئیلو سره ووئیل، د سپاه پاسدارانو قدس ځواک به د صهیونزم د شجره خبیثه د ریښې تر ایستلو او د فلسطین او قدس تر آزادۍ پورې د حزب ا...ترجنګ ولاړ وي.
-
ایران د خپل حاکمیّت او مځکنئ بشپړتیا په روا دفاع کې هیڅ شک نه کوي
Nov 01, 2024 01:10په جینوا کې په ملګروملتو او نورو نړیوالو اورګانونو کې د ایران نمایندګۍ په یوې اعلامیې کې په ډاګه کړې ده ،د ایران اسلامی جمهوریت به د نړیوالو حقوقو په چوکاټ کې،د خپل حاکميّت او مځکنۍ بشپړتیا په روا دفاع کې هیڅ شک ونه کړي.