وحدت او یووالی مسلمانان په سیمې ک په یوه ستر قدرت بدلوي
سحاب – د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر دمسلمانو هیوادونو ترمینځ پر اتحاد او یووالي په ټينګار سره ووئیل، که وتوانیږو، په اقتصادي،سیاسی او اجتماعي زمینو کې وحدت او یووالي ته ورسیږو، نو په سمیې یو لوي قدرت کیدلی شو او په داسې بڼه کې امریکا مونږ هیڅکله هم نشي بایکاټولی.
سحاب چینل د ایرنا له قوله راپور ورکړی، د ایران داسلامی جمهوریت ولسمش مسعود پزشکیان پرون په قم مقدس ښار کې له دیني مراجعو سره په کتنې کې ووئيل، دسیمې دهیوادونو له مشرانو سره مو په لیده کاته درلودي په دغو کتنو کې یوه موضوع مطرح شوې وه چې مسلمانان ولې پخپلو کې سره دا ټول اختلافات لري،په داسې حال کې چې اروپایان له خپلو ډيرو توپیرونو سره سره ، خپلې پولې لیرې کړي او مشترکه کرنسي لري.
ډاکټر پزشکیان په دې پوښتنې سره چې مسلمان دې ولې وحدت او یووالی ونه لري ، یادونه وکړه ، که مسلمانان خپل اختلافات لیرې کړي ، نو صهیونیسټي رژیم د فلسطین او لبنان د خلکو پر سر دغه ټوله بلاګانې او غمیزې نشي راوړلی.
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر په قم کې له دیني مراجعو سره په جلاجلا کتنو کې روښانه کړه، د ایران اسلامی جمهوریت تل دا آرمان دی چې اسلامی امت سره یو موټی شي او خپل قدرت او طاقت د استعمار او استکبار په مقابل کې خوندي وساتي او له خپلو سرچینو څخه په استفادې سریه په دنیا کې یو لوی طاقت شي او نور د سلطه ګرو او نغرونکو هیوادونو له چورتالانه ځانونه وژغوري.