-
د فلسطین د خلکو د ژغورلو لپاره د نړیوال قانون د استعمار د لمنځه وړلو اړتیا
Aug 27, 2024 12:16پارس ټودی ـ Middle East Eye په یوه مقاله کې لیکي: د نړیوال قانون استعماري ریښې او لویدیځ تعصب هم د اروپا په مرکز کې د پوهې تولید په توګه عمل کوي او په سیستماتیک ډول د نړۍ د نورو سیمو حقونه له پامه غورځوي.
-
د حسینی اربعین پلی لاریون په نړۍ کې ترټولو لوي زیارتي غونډه ده
Aug 27, 2024 03:40د انګلستان یو لیکوال، مشهور څیړاند او جنجالی ټولن پيژاند روپرت شلډریک دانګلستان له کیمبریج پوهنتونه پي ایچ ډي کړې ده او ډير علمی کتابونه او مقالې ئې هم لیکلي دي چې ډیری لیکوالان او څیړاندئې خوښوي.
-
بن ګویر د وینې تږې دی؛ د صهیونیسټ رژیم د داخلی امنیت د وزیر د اقداماتو په وړاندې د غبرګونونو دوام
Aug 27, 2024 10:42پارس ټودی – په الاقصی جومات کې دننه د کنیسه د جوړولو په اړه د صهیونیسټ رژیم د داخلي امنیت د وزیر پریکړه د هغه د مخالفانو له توند غبرګون سره مخ شوې ده.
-
د غزې د جنګ په دلیل په اروپا کې د مسلمانانو په ضد د نفرت خورولو بهیر زیات شوی
Aug 27, 2024 02:51په اروپا کې د خپرۀ شوي یوه راپور په اساس دغزې تړانګې په ضد د جنګ په دلیل د مسلمانانو په ضد نفرت خورونې او توکمپالنې موردونه په اوڅاره توګه زیات شوي دي.
-
په غزې کې د کنډوالو د زیاتیدا په باب ملګروملتو خبرداری ورکړ
Aug 27, 2024 02:47سحاب – په فلسطین کې د ملګروملتو د بشری حقوقو دکمیشنرۍ ددفتر مدیر د اسرائيلي پوځ د حملو د دوام له امله په غزې تړانګې کې د مصیبتونو او کړاؤنو اندازه نه بیانیدونکي وبلله.
-
د شهید اسماعیل هنیّه د وینې غچ اخستل قطعي دي
Aug 27, 2024 01:47سحاب – د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ لوي درستیز سردار محمد باقری د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر د مشر شهید اسماعیل هنّیه د وینې غچ اخستل قطعی وبلل.
-
په غزې کې په هر ساعت او دقیقې کې دانساني حقوقو او نړیوالو اصولو خلاف ورزي کیږي
Aug 27, 2024 01:18د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر په تهران کې د قطر له لومړی وزیر او د خارجه چارو له وزیر سره په کتنې کې ووئیل، په غزې تړانګې کې په هرې ګنټې او هرې دقیقې کي د انسانی حقوقو او د درستو نړیوالو اصولو اوقواعدو خلاف ورزي کیږي.
-
اسرائیل له فلسطیني بندیانو سره د ځناورو په شان چلند کوي
Aug 27, 2024 08:20زمونږ خبریال راپور راکړی د «المیزان» په نوم د بشري حقوقو مرکز د لوږې د سیاستونو، د درملو د نه ورکولو او له سپکاوي د ډک چلند او د نورو غیر انساني کارونو، د فیزیکي او د نفسیاتي شکنجه په شمول د اسرائیلو په زندانونو کښې د فلسطیني بندیانو د حقوقو د خلاف ورزیو په هکله خبرداری ورکړ.
-
لویدیځوال دې اسلامی نړۍ ته بشری حقوق نه وریادوي
Aug 27, 2024 00:59د برونائي سلطان حاجی حسن ابولکیاه او د ملایشیا لومړي وزیر انور ابراهیم په دغې ناستې کې د لویدیځي آسیا سیمې په بوږنونکي وضعیّت او د نیواکګر قدرت په وسیله په غزې تړانګې کې په نسل وژنې او دوامدارو تیریو باندې چې د پراخو مرګ ژوبلو او د انساني غمیزې سبب شوي ، سخته اندیښنه ښودلې او دا اقدامات ئې په سخته محکوم کړي دي. دوي پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د دوامدارو تیریو او د سیمو د کنډوالو د مخنیوی لپاره دې له یوه بل سره ملګرتیا وکړي او سیمې ته د دې جنګ جګړو د لاپراختیا مخه ونیسي.
-
امریکا د فلسطین په غزې کښې د اوربند خنډ ده
Aug 27, 2024 07:59زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ د مشر مرستیال« محمد الهندي» امریکا په غزې تړانګه کښې د اوربند د ټینګیدا اصلي خنډ وبلله.