په غزې کې د کنډوالو د زیاتیدا په باب ملګروملتو خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i151782-په_غزې_کې_د_کنډوالو_د_زیاتیدا_په_باب_ملګروملتو_خبرداری_ورکړ
سحاب – په فلسطین کې د ملګروملتو د بشری حقوقو دکمیشنرۍ ددفتر مدیر د اسرائيلي پوځ د حملو د دوام له امله  په غزې تړانګې کې د مصیبتونو او کړاؤنو اندازه نه بیانیدونکي وبلله.
(last modified 2024-08-26T22:19:55+00:00 )
Aug 27, 2024 02:47 Asia/Kabul
  • په غزې کې د کنډوالو د زیاتیدا په باب ملګروملتو خبرداری ورکړ

سحاب – په فلسطین کې د ملګروملتو د بشری حقوقو دکمیشنرۍ ددفتر مدیر د اسرائيلي پوځ د حملو د دوام له امله  په غزې تړانګې کې د مصیبتونو او کړاؤنو اندازه نه بیانیدونکي وبلله.

مهر خبري آژانس راپور ورکړ، په فلسطین کې د ملګروملتو د بشری حقوقو د کمیشنرۍ ددفتر مدیر آجیت سونګا ووئیل، په غزې تړانګې کې د مرستندویو  ادارو کارکونکي  هم په فلسطین په تیره بیا په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټي رژیم دپوځ  دسختو حملو له امله د سیمې پریښودو ته اړ شوي دي.

هغه له ولسونو وغوښتل په غزې کې د دجنګ ددریدا لپاره دې پر اسرائیلو دباؤنه زیات کړي.

سونګا په دې په ټينګار سره چې  په غزې تړانګې کې ټول بیخ بینائي تاسیسات  تباه شوي دي،روښانه کړه په غزې تړانګې کې د درملنې او روغتیائي تاسیساتو او کډوالو لپاره هیڅ خیمه نشته.

دغزې تړانګې په ضد دصهیونیسټي وحشي او جعلي رژیم  دجنګ او نسل وژنې کابو یولس میاشتې تیریږي، په داسې حال کې چې  په غزې تړانګې کې د اوربند لپاهر  سیمه ایزې او نړیوالې هڅې  زیاتې شوي دي، د صهیونیستي  نیواکګر رژیم وحشي  لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو  هماغه شان دجنګ د ختمیدا او د اور بند د ټينګیدا له منلو ډډه کوي.

د فلسطین د روغتیائی چارو وزارت  په خپلې وروستۍ   اعلامیې کې وئيلي دي، د تیر کال داکتوبر له اومې نیټې راهسې تر دې دمه  دغزې تړانګې دمظلومو خلکو په ضد د وحشي صهیونیسټي رژيم  د حملو   او بمباریو  په نتیجې کې  کابو ۴۰ زره ۴۰۵ کسان شهیدان  او  کابو درې نوي زره پنځه سوه نور ټپیان شوي دي چې زیاتره قربانیان ئې ښځې او ماشومان دي  او څه دپاسه لس زره نور فلسطینیان هم تر دې دمه بې درکه دي.