-
په رفح ښار کې د صهیونیسټي رژیم د بمبارۍ له امله ۱۴ فلسطینیان په شهادت ورسېدل
Mar 03, 2024 04:27د ایرنا د خبر له مخې، د اسرائیلي رژیم جنګي الوتکو د یکشنبې په سهار د غزې په سویل او د رفح په ختیځ کې، یو هستوګنیز کور په نښه کړی، چې له امله یې د ۶ ماشومانو په ګډون، ۱۴ فلسطینیان شهیدان او یو شمېر نور هم ټپیان او لادرکه شوي دي.
-
فلسطیني مبارزانو د صهیونیسټي رژیم دوه ډرون الوتکې نسکورې کړي
Mar 03, 2024 02:49د مهر خبري آژانس د خبر له مخې، د فلسطیني مقاومتي ډلو مبارزانو پرون په یوې بیانیې کې اعلان وکړ چې د دغه کنډک مقاومتي ځواکونو په غزې تړانګه کې د صهیونیسټي رژيم دوه هرمس ۹۰۰ جاسوسي بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړي دي.
-
له صهیونیسټي رژیم سره د اقتصادي اړیکو پرې کول، د دغه رژیم د جنایتونو د مخنیوي لپاره یوه عملي حل لاره ده
Mar 03, 2024 02:29د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د عراق له ولسمشر عبدالفتاح رشید سره په کتنه کې، له صهیونیسټي رژیم سره د تجارتي او اقتصادي اړیکو پرې کول، د صهیونیسټانو د جنایتونو د ختمولو لپاره یوه عملي حل لاره وبلله.
-
د اسراییلو او حماس پلاوي په غزه کښې د اوربند په اړه د خبرو لپاره مصر ته سفر کوي
Mar 02, 2024 10:41خبری سرچینو خبر ورکړی چې د صهیونیسټ رژیم او د حماس غورځنګ پلاوی په غزه کښې د اوربند د رامینځته کولو او د بندیانو د تبادلې په هکله د غیر مستقیمو خبرو اترو لپاره د مصر پلازمینې قاهرې ته لاړل.
-
په کورونو باندې د صهیونیسټي رزیم په حمله کښې ۶ نور فلسطینیان شهیدان شول
Mar 02, 2024 08:23د غزې تړانګې د مرکز په «دیر البلح» سیمه هستوګنې سیمې باندې د صهیونیسټي رژیم د حملې له امله ۶ فلسطینیان شهیدان شول.
-
بایډن په غزه کې د اوربند لپاره د نوې ضرب الاجل وړاندیز وکړ
Mar 02, 2024 05:00امریکايي ولسمشر ویلي، هیله من دی چې د روژې میاشتې تر را رسیدو به اوربند وشي، خو تر اوسه اوربند نه دی شوی.
-
د فلسطین په الاقصې جومات کې د شل زره نفرو لمونځ ادا کول
Mar 01, 2024 13:08د اشغالګرو ځواکونو له پراخو خنډونو سره سره په مسجد الاقصی کې د جمعې په لمانځه کې ۲۰ زره فلسطینیانو ګډون وکړ.
-
په غزې تړانګه کې د صهیونیسټانو نوي جنایت ته د ایران غبرګون
Mar 01, 2024 02:44د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ویلي چې د غزې زخمونه به د ازادو خلکو له حافظې او د ډله ایزو وژنو او نسل وژنې پر وړاندې د چوپتیا او ملاتړ شرم به، د بشرحقونو د دروغجنو ادعا کوونکو له تندې پاک نه شي.
-
د صهیونیسټي رژیم په برید کې مرستو ته په تمه ۱۰۴ فلسطینیان په شهادت رسېدلي
Mar 01, 2024 02:15په غزه کې روغتیايي چارواکو د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې د غزې ښار ته څېرمه د مرستو په انتظار خلکو باندې د اسرائیلي رژیم په برید کې، ۱۰۴ فلسطینیان په شهادت رسېدلي او ۷۶۰ نور ټپیان دي.
-
د اوربند د خبرو اترو لپاره د فلسطیني مقاومت ډلو شرطونه
Feb 29, 2024 10:27د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه له صهیونیسټ رژیم سره د مقابلې لپاره د مقاومت په چمتووالی ټینګار وکړ او د اوربند د خبرواترو لپاره یې د فلسطینی ډلو شرطونه روښانه کړي.