په غزې تړانګه کې د صهیونیسټانو نوي جنایت ته د ایران غبرګون
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i146936-په_غزې_تړانګه_کې_د_صهیونیسټانو_نوي_جنایت_ته_د_ایران_غبرګون
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ویلي چې د غزې زخمونه به د ازادو خلکو له حافظې او د ډله ایزو وژنو او نسل وژنې پر وړاندې د چوپتیا او ملاتړ شرم به، د بشرحقونو د دروغجنو ادعا کوونکو له تندې پاک نه شي.
(last modified 2024-02-29T22:18:17+00:00 )
Mar 01, 2024 02:44 Asia/Kabul
  • په غزې تړانګه کې د صهیونیسټانو نوي جنایت ته د ایران غبرګون

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ویلي چې د غزې زخمونه به د ازادو خلکو له حافظې او د ډله ایزو وژنو او نسل وژنې پر وړاندې د چوپتیا او ملاتړ شرم به، د بشرحقونو د دروغجنو ادعا کوونکو له تندې پاک نه شي.

د ایران پرس خبري آژانس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د ایکس ټولنیزې شبکې له لارې لیکلي: څه باندې ۱۰۰ فلسطینیان چې د غزې په الرشید لاره کې د بشري مرستو د ترلاسه کولو لپاره په کتار کې ولاړ وو، د صهیونیسټي رژیم د وحشیانه برید له امله په شهادت ورسېدل او څه دپاسه ۸۰۰ نور ژوبل شول .

د اسرائیلي نسل وژونکي رژیم پوځیانو په خپل نوي جنایت کې، د پنجشنبې په ورځ د غزې ښار د النبلسي په چوک او الرشید لاره کې د بشري مرستو په تمه  پر فلسطیني وګړو برید وکړ چې له امله یې څه دپاسه ۱۰۴ فلسطینیان چې دغې سیمې ته د مرستو په انتظار وو شهیدان او ۷۶۰ نور ژوبل شول.

پر غزې تړانګې د صهیونیسټي رژیم د برید له پیله د نږدې پنځه میاشتو په تېرېدو سره، په داسې حال کې چې د دغه کړکېچ د حل لپاره هلې ځلې دوام لري، نیواکګر ځواکونه همدارنګه خپلو جنایتونو ته دوام ورکوي او د بریدونو ترڅنګ، په محاصره کولو او د غزې خلکو ته د حیاتي او بشري مرستو په مخنیوي سره، وضعیت نور هم کړکېچن کړی دی.