-
د نیواکي ټاټوبي په څو سیمو کښې تیارسی اعلان شو
Sep 09, 2025 03:56په نیواکي قدس کښې د ډزو له پيښې وروسته صهیونیسټي چارواکو په څو سیمو کښې د تیارسي حالت اعلان کړ.
-
د ایران او مصر خارجه وزیران د غزې په جنګ او د ایران په ایټمي موضوع وغږیدل
Sep 09, 2025 03:51د ایران د بهرنیو چارو وزیر «سید عباس عراقچی» او د مصر خارجه وزیر «بدر عبدالعاطي» د سیمې او نړۍ د بدلونونو په هکله خبرې او د نظر تبادله وکړه.
-
ولې موږ په نړیوال «صمود» سمندري کاروان سره غزې ته روان یوو؟
Sep 08, 2025 10:40«جارد ساکس» او «زوکیسوا وانر»، لیکوالان او کلتوري فعالان چې د کیپټاون اوسیدونکي دي، په الجزیره کې په یوه یادداشت کې چې سرلیک یې دی: «ولې موږ په نړیوال «صمود» سمندري کاروان سره غزې ته روان یو؟» لیکلي: موږ د هیلې ساتلو لپاره دا سمندري سفر کوو. د امید له لاسه ورکول په دې معنا دي چې د غزې له خلکو ناامیده شو او هغوی یو شیطاني رژیم ته تسلیم کړو.
-
په اسرائیلو کښې په ډزو کښې شپږ کسان وژل شوي او اوه نور ژوبل شوي
Sep 08, 2025 10:37زمونږ خبریال راپور راکړی د اسرائیلو هاارتص(Haaretz) وویل چې نن د بیت المقدس په خوا کښې په ډزو کښې شپږ کسان ووژل شول او اوه نور سخت ژوبل شول چې یو پکښې ډیر مرګي حاله دی.
-
ایا د لویدیځو هېوادونو له خوا د فلسطین په رسمیت پېژندل یو ریښتینی اقدام دی که نمایشي؟
Sep 08, 2025 08:57پارس ټوډی - د «972+» انټرنټي مجله د ځینو لویدیځو دولتونو د فلسطین د دولت په رسمیت پېژندلو سیاست ته کتنه کړې ده.
-
وحشی صهيونيستي رژیم د نړۍ تر ټولو منزوي او کرکجن رژیم دی
Sep 08, 2025 01:12پارسټوډي - د اسلامي انقلاب ستر لارښود صهيونيستي وحشي رژیم د نړۍ تر ټولو منزوي او کرکجن رژیم بللی دی.
-
مصر د غزې د اوربند له وړاندیز سره د صهیونیسټ نیواکګرانو د موافقت پر اړتیا ټینګار وکړ
Sep 08, 2025 07:31ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د مصر د باندنیو چارو وزیر «بدر عبدالعاطي» یوځل بیا په غزې تړانګه کښې د اوربند لپاره له مطرح شوي وړاندیز سره د صهیونیسټ نیواکګر رژيم د موافقت غوښتنه وکړه.
-
اسلامي حکومتونه دې د الصمود کشتیو کاروان امنیت خوندي کړي
Sep 08, 2025 02:43د جماعت اسلامي ګوند لوړپوړی غړی او په پاکستان کې د غزې د ژغورنې د ولسی خوځښت مشر، مشتاق احمد خان، چې له خپلو ۴ هیوادوالو سره یوځای له تیونس بندر څخه د نړیوال الصمود کشتیو(چې کابو اویا مرستندویه کشتۍ او نړیوال فعالان لري او غزې ته روان دي) سره یوځای شوی، د پاکستان حکومت ته په یوه پیغام کې وویل چې دکشتیو د دغه مرستندویه کاروان امنیت خوندي کول او د صهیونیسټي رژیم د مخ په زیاتیدونکو ګواښونو د پلي کیدو مخنیوی باید د پاکستان حکومت او نورو اسلامي هیوادونو مشرانو له خوا تضمین شي.
-
له جنایتکاروصهیونیسټانو څخه ریښتینې غچ اخستل نزدې دي
Sep 08, 2025 01:59د یمن د انصارا... غورځنګ لوړپوړی غړی، حزام الأسد، د یمن له خوا د فلسطین دنیواکي ټاټوبی په مینځکې د بې پیلوټه الوتکې د بریالي برید په غبرګون کې په ایکس ټولنیز چینل کې ولیکل: ریښتینې انتقام لا پیل شوی نه دی او هغه څه چې ستاسو په تمه دي، ډیر سخت به وي.
-
د ؛محفل قرآنی؛ پروګرام غړي د پاکستان د کال د تر ټولو لوي جشن میلمانه
Sep 08, 2025 01:44د «محفل» قرآني پروګرام مشهور قاضیان، لکه حامد شاکرنژاد، حسنین الحلو او سید جلال معصومي، د پاکستان تر ټولو لوی او مهم کلني جشن ته بلل شوي.