اسلامي حکومتونه دې د الصمود کشتیو کاروان امنیت خوندي کړي
د جماعت اسلامي ګوند لوړپوړی غړی او په پاکستان کې د غزې د ژغورنې د ولسی خوځښت مشر، مشتاق احمد خان، چې له خپلو ۴ هیوادوالو سره یوځای له تیونس بندر څخه د نړیوال الصمود کشتیو(چې کابو اویا مرستندویه کشتۍ او نړیوال فعالان لري او غزې ته روان دي) سره یوځای شوی، د پاکستان حکومت ته په یوه پیغام کې وویل چې دکشتیو د دغه مرستندویه کاروان امنیت خوندي کول او د صهیونیسټي رژیم د مخ په زیاتیدونکو ګواښونو د پلي کیدو مخنیوی باید د پاکستان حکومت او نورو اسلامي هیوادونو مشرانو له خوا تضمین شي.
ایرناخبری آژانس له اسلام اباده راپور ورکړی، د پاکستان پخواني سناتور او نامتو سیاستوال، چې له خپلو ۴ هیوادوالو سره یوځای د کشتیو د نړیوال کاروان ؛الصمود» سره یوځای شوی، د اسلامآباد حکومت او د نړۍ د اسلامي هیوادونو مشرانو ته وویل: نړیواله ټولنه، په تیره بیا اسلامي حکومتونه، دې د غزې په لور روانو مرستندویه کشتیو امنیت تضمین کړي.
په راپور کې وئيل شوي دي، د جماعت اسلامي ګوند لوړپوړی غړی او په پاکستان کې د غزې د ژغورنې د ولسی خوځښت مشر، مشتاق احمد خان، چې له خپلو ۴ هیوادوالو سره یوځای له تیونس بندر څخه د نړیوال الصمود کشتیو(چې کابو اویا مرستندویه کشتۍ او نړیوال فعالان لري او غزې ته روان دي) سره یوځای شوی، د پاکستان حکومت ته په یوه پیغام کې وویل چې دکشتیو د دغه مرستندویه کاروان امنیت خوندي کول او د صهیونیسټي رژیم د مخ په زیاتیدونکو ګواښونو د پلي کیدو مخنیوی باید د پاکستان حکومت او نورو اسلامي هیوادونو مشرانو له خوا تضمین شي.
هغه زیاته کړه: د الصمود مرستندویه کاروان به غزې ته د رسیدو لپاره خپل سفر ته دوام ورکړي. اسرائیل په دوامداره توګه ګواښونه کوي، خو پرته له کوم خطر یا وېرې، دا سولهییز او د پیوستون کاروان به غزې ته ورسیږي.
مشتاق احمد وویل: د نړۍ دولتونه، په تیره بیا اسلامي نړۍ او د پاکستان دولت، باید د دغه نړیوال پیوستون د مرستندویه کشتیو امنیت تضمین کړي. خلک باید واټونو ته راووځي او په مجازي یا انټرنیټي فضا کې خپل غږ د نړیوال الصمود پیوستون کشتیو د ملاتړ لپاره پورته کړي.