-
اسرائیلو په غزې کښې یو بل فلسطینی شهید او یوشمیر نور ژوبل کړل
Aug 09, 2026 05:29ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو د صهیونیسټ رژیم لخوا د اوربند د خلاف ورزۍ او د جنایتونو د دوام له کبله په دیر البلح ښار کښې د یوه فلسطیني د شهید کیدا او د غزې تړانګې په بیلابیلو سیمو کښې د یوشمیر نورو کسانو د ژوبلیدا خبر ورکړ.
-
اسرائیل د ټرامپ له پلان څخه په تښتیدا سره د ملکي وګړو وژلې ته دوام ورکوي
Aug 09, 2026 05:15ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د مصر د بهرنیو چارو وزیر «بدر عبدالعاطي» وویل صهیونیسټ رژیم د فلسطین د غزې د اداره کولو ملي کمیټۍ ته د وسلو د سپارلو لپاره د فلسطیني ډلو د چمتووالي له اعلانولو سره سره هماغه راز د ټرامپ د پلان له اجرا کولو تښتي او د ملکي وګړو وژلې ته دوام ورکوي.
-
اسلامي نړۍ دې د صهیونیستي رژيم په وړاندې سره متحده شي
Aug 08, 2026 13:31د پاکستان دفاع وزیر د سعودي عربستان او ترکیې له هېوادونو سره د خپل هېواد ګډ دفاعي تړون د اسلامي نړۍ د یووالي د پیاوړتیا او د ګډو ننګونو د حل لپاره یو نوی فرصت وباله او وې ویل؛د اسرائیلو تیریګر رژیم زمونږ ټولو لپاره یو ګواښ دی؛ نو مسلمان هېوادونه باید د دغه ګواښ د مخنیوي لپاره د خپل یووالي پیاوړتیا او همغږۍ، تګلارې تعقیب کړي.
-
پزشکیان: زمونږ وسلوالو مبارزانو درسته نړۍ حیرانه کړې ده
Aug 08, 2026 13:08پارسټوډې ــ د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر وویل، د ایران د وسلهوالو ځواکونو د خلکو په ملاتړ او د ټولو برخو په همغږۍ کې په مېړانۍ دفاع سره ، د دښمن ټولې محاسبې ګډې وډې کړې.
-
سيانان ایشوا کړه؛د امریکا پوځ د جنګه د وتلو لپاره د لارې په لټه کې دی
Aug 08, 2026 12:38پارسټوډي ــ یوې امریکائي رسنۍ سی این این خبری چینل راپور ورکړی چې د امریکا د وسلهوالو ځواکونو لوي درستیز په خصوصي ناستو کې له ایران سره د جنګه د وتلو لپاره د یوې لارې د موندلو غوښتنه کړې او په دې اړه ئې خبرداری ورکړی دی.
-
اسرائیلي ځواکونو په لویدیځه غاړه کې بریدونه پراخ کړي + ویډیو
Aug 08, 2026 05:49اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو د لویدیځې غاړې په شمال کې پر یو شمېر سیمو بریدونه کړي او د فلسطینیانو پر وړاندې یې پوځي اقدامات او محدودیتونه زیات کړي دي.
-
په غزه کې د ۳۰۰ ورځني اوربند پر مهال ۳۰۰ ماشومان وژل شوي
Aug 08, 2026 04:52پارس ټوډی ـ د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق «یونیسف» ویلي، چې په غزه کې د ۳۰۰ ورځني اوربند په موده کې نږدې هره ورځ یو ماشوم، یعنې ټولټال ۳۰۰ ماشومان، وژل شوي دي.
-
له ایران سره پر مقابله کې د ناکامیو له امله د موساد دوه لوړپوړي چارواکي له دندو ګوښه شول
Aug 07, 2026 12:30د صهیونیسټي رژیم یوې رسنۍ راپور ورکړ چې د دغه رژیم د اطلاعاتو او ځانګړو عملیاتو د سازمان (موساد) مشر «رومن ګوفمن» د دې سازمان د برخو دوه تنه مشران له دندو ګوښه کړي دي.
-
اشغالګرو ځواکونو قدس کې د قلندیا کمپ ګڼ کورونه ویجاړ کړي + ویډیو
Aug 06, 2026 12:18د فلسطیني سرچینو د راپورونو له مخې، اسرائیلي ځواکونو د اشغال شوي قدس په قلندیا کمپ کې د سهار له وخته د سلګونو سرتېرو، لسګونو زغروالو موټرو او بلدوزرونو په ځای پر ځای کولو سره د کمپ ټولې لارې تړلې او درانه تجهیزات یې سیمې ته داخل کړي دي.
-
نیویارک ټایمز؛تهران د ګواښونو پر وړاندې شاتګ ونه کړ، واشنګټن په شا شو
Aug 05, 2026 05:26پارس ټوډې – د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې، د ایران پر ضد په جنګ کې خپلو موخو ته د امریکا د نه رسېدو په اړه لیکلي دي؛ تهران د واشنګټن د پوځي ګواښونو پر وړاندې پر خپلو دریځونو ټینګ پاتې شوی، او په ورته وخت کې د شخړې د سیمهییزو پایلو په اړه اندېښنو د امریکا پر پرېکړو اغېزې کړي دي.