-
د خاتم الانبيا (ص)غونډ اعلامیه؛ هرمز تنګی وتړل شو
Jun 21, 2026 05:23پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوريت د حضرت خاتم الانبيا (ص) مرکزی غونډ په یوې اعلامیې کې وئیلي دي، د جنګ د پای د تفاهمليک د لومړۍ مادې د نه پلي کېدو په اړه د امريکا د څرګندې ژمنې ماتونې او بدعهدۍ، او همدارنګه د لبنان په جنوب کې د صهيونيسټي رژيم له لورې د اوربند د پرلهپسې او دوامدارې خلاف ورزئ په غبرګون کې به ، هرمز تنګی د بېړيو او کشتیو د تګ راتګ پر مخ وتړل شي.
-
وروستۍ خبرې اترې د تفاهمليک د پنځو مادو د عملي کېدو په شرط دي
Jun 21, 2026 05:33پارس ټوډې – د ايران د اسلامی جمهوریت د بهرنيو چارو وزارت وياند سویس ته د ايراني پلاوي سفر په اعلانولو سره ويلي دي چې په دغو خبرو اترو کې به د مقابل لوري د ژمنو د پلي کېدو غوښتنه وشي او دا به روښانه شي چې مقابل لوری غواړي خپلې ژمنې په څه ډول عملي کړي.
-
اسرائیل ولې د حزبالله په تسلیمولو کې پاتې راغلی؟
Jun 21, 2026 05:07حزبالله په لبنان کې یو منظم او جوړښتيز قدرت دی او یوازې په شخصیّتونو پورې تړاو نه لري. د قوماندانانو ترور د دې لامل نه ګرځي چې حزبالله له جوړښتي پلوه ړنګ شي.
-
له هرمز تنګي د بېړیو او کښتیو د تګ راتګ شرایط اعلان شول
Jun 20, 2026 04:43پارس ټوډې – د فارس خلیج د اوبلارې د مدیریت ادارې د اسلامآباد د تفاهملیک له مخې د تېرېدونکو بېړیو او کشتیو لپاره اړینې لارښوونې خپرې کړې.
-
۱۴ مادهییز تفاهملیک د امریکا لپاره حقیقي ماتې وهر
Jun 20, 2026 05:26پارس ټوډې – د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټون ویلي چې ۱۴ مادهییز تفاهملیک د امریکا لپاره یوه ریښتینې ماتې وه.
-
د صهیونیستي رژیم اعتراف؛ په جنوبي لبنان کې ۲۲ پوځیان هلاک او ټپیان شوي
Jun 20, 2026 05:11پارس ټوډې – د صهیونیستي رژیم پوځ اعتراف کړی چې د پنجشنبې شپې په نښتو کې د لبنان د حزب الله د مقاومت له ځواکونو سره د جګړې پر مهال ۲۲ اسرائیلي پوځیان هلاک او یا ټپیان شوي دي.
-
د دښمن د ژمنې ماتول به له سخت او پرېکنده ځواب سره مخ شي
Jun 20, 2026 05:05پارس ټوډې – د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د جنګ پای ته د رسېدو د تفاهملیک او مذاکراتو د بهیر په اړه د اسلامي انقلاب د ستر لارښود د پیغام په تعقیب سره وویل: د ایران ملت او د اسلام مبارزان د خپل حکومت د چارواکو تر شا د غر په څېر کلک ولاړ دي.
-
د لبنان په جنوب کې سختې نښتې / د مقاومت ځواکونو د اسرائیلي پوځ د پرمختګ مخه ونیوله
Jun 19, 2026 06:36د لبنان رسنیو د دې هېواد په جنوبي سیمو کې د سختو نښتو خبر ورکړی دی. د دغو راپورونو له مخې، د مقاومت ځواکونو صهیونیسټي دښمن ته درانه تلفات اړولي دي.
-
شیخ نعیم قاسم قالیباف ته په یو پيغام کښې: ایران د عزت او شرافت مثال دی
Jun 17, 2026 07:44پارس ټوډی- د لبنان د حزب الله عمومي منشي شیخ نعیم قاسم محمدباقر قالیباف ته په یو لیک کښې، د ایراني چارواکو د دریځونو قدرونه وکړه او ویې ویل چې «ایران د عزت او شرافت سمبول دی».
-
عراقچي: د جنګ خاتمه په لبنان کښې د جنګ او نیواک په خاتمې کښې ده
Jun 17, 2026 06:01پارس ټوډی- د ایران د بهرنیو چارو وزیر په تهران کښې د استوګنو بهرنیو او نړیوالو نمایندګیو د استازو، سفیرانو او شاذدافیرانو سره په غونډه کښې وویل: په لبنان کښې د جنګ خاتمه، په بشپړه توګه د جنګ د پاې ته رسیدو نه بیلیدونکې برخه ده او د جنګ په خاتمې کښې د نیواک ختمیدل هم شامل دي.