-
د ایران ولسمشر: مسلمانان باید خپل یووالی او همغږي پیاوړې کړي / لوېدیځ له انسانیت سره ډېر واټن لري
Sep 08, 2025 08:57پارس ټوډې - د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر پر دې باندې په ټینګار سره چې مسلمانان باید " واحد لاس" (یو لاس) وي او خپلمنځي یووالی او همغږي پیاوړې کړي، او زیاته یې کړه: که مسلمانان یو له بل سره متحد وي او خپلمنځي نفاق او اختلاف ونه لري، صهیونیسټان هېڅکله نشي کولای په غزه او د سیمې په هېوادونو کې دا جنایتونه ترسره کړي.
-
پزشکیان: جغرافیایي سرحدونه هېڅکله د ایران او عراق دوو وروڼو ملتونو د جلا کولو توان نه لري
Sep 08, 2025 08:23پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د ایران او عراق د دوو ملتونو او هېوادونو ترمنځ اړیکې د دیني او کلتوري اړیکو په سیوري کې ژورې او ريښې لرونکې وبللې او ټینګار یې وکړ چې جغرافیایي سرحدونه هېڅکله د دې دوو وروڼو ملتونو د جلا کولو توان نه لري.
-
جغرافیايي سرحدونه هیڅکله د ایران او د عراق د دوو ملتونو د جلا کولو توان نلري
Sep 08, 2025 07:02ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د عراق د ملي حکمت ګوند له مشر سید عمار حکیم سره په کتنه کښې د دیني او د کلتوري پیوندونو په سیوري کښې د ایران او د عراق د دوو ملتونو او هیوادونو ترمینځ اړیکې ژورې او جرړه لرونکي وبللې او ټینګار یې وکړ جغرافیايي سرحدونه هیڅکله د دوو وروڼو ملتونو د جلا کولو وس نلري.
-
د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له امله د پزشکیان او عراقچي د خواخوږۍ پیغام / ایران د مرستو لیږلو لپاره چمتووالی اعلان کړ
Sep 01, 2025 08:54د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان په یوه پیغام کې د افغانستان د دوست او ورور هېواد یو شمېر کسانو ته د مرګ ژوبلې په اړه خواخوږي څرګنده کړه او د ایران داسلامي جمهوریت د هر ډول همکارۍ، امداد رسونې او د زیانمنو سیمو ته د بشري مرستو د لیږلو لپاره یې خپل چمتووالی اعلان کړ.
-
د ایران ولسمشر: د ایران دفاعي نظریه اټومي وسلې نفي کوي
Aug 26, 2025 01:17پارس ټوډې - د ایران ولسمشر وویل: د ایران اسلامي جمهوریت، د خپلو اعتقادي بنسټونو او دفاعي نظریې پر اساس، هېڅکله د اټومي وسلو د جوړولو په لټه کې نه وو، نه دی او نه به وي.
-
د امريکا يوه اړخيزه تګلاره د زغملو وړ نه ده
Aug 20, 2025 12:54پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د بېلاروس له ولسمشر سره په کتنه کې وويل: نن ورځ امريکا او ځينې اروپايي هېوادونه د يو اړخيزې تګلارې د پراخولو او پر نورو هېوادونو باندې د خپلو نظرونو د تحميلولو په لټه کې دي، چې دا چلند ستاسو او زموږ لپاره د زغملو وړ نه وو او نه دی.
-
پاکستان ته د ایران د ولسمشر سفر؛ دواړه هېوادونه ۱۱ هوکړهلیکونه لاسلیکوي
Aug 03, 2025 03:40زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان اسلاماباد ته رسېدلی څو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په موخه له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.
-
پزشکیان: د بې طرفۍ له مراعاتولو پرته د اټومي انرژۍ په نړیواله اداره کې غړیتوب بې ارزښته دی
Jul 10, 2025 12:22پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په تېرو کلونو کې د ایران او د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ترمنځ د پراخو او اصولي همکاریو تاریخ ته په اشارې سره، وویل: د دې همکاریو دوام، د ایران د اټومي دوسیې په وړاندې د دوه ګوني چلند سمولو پورې مشروط دی.
-
د ایراني څیړونکي اختراع؛ په کور کې د سرطان او کوویډ دقیق ټیسټ
Jul 10, 2025 10:22پارس ټوډی - یوه ایراني څیړونکي د کوویډ-۱۹ او سرطان تشخیص لپاره دقیقه کورنۍ ازموینه احتراع کړې ده.
-
پزشکیان: د ایکو په سرمشریزه کې حاضرو هېوادونو د صهیونیسټي رژیم اقدامات وغندل
Jul 05, 2025 12:34پارس ټوډې - د ایران اسلامي ولسمشر د اذربایجان جمهوریت ته د خپل یو ورځني سفر په تشریح کولو سره، د ایکو د سرمشریزې د اصلي غونډې فضا ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې ټولو حاضرو هېوادونو د ایران پر وړاندې د صهیونیسټي رژیم اقدامات په څرګنده او کلکه توګه وغندل.