د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ترکمنستان ته ورسېد
Dec 12, 2025 06:10 Asia/Kabul
پارس ټوډې- د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د پنجشنبې په مازدیګر د سولې او باور په ناسته کې د ګډون او وینا لپاره ترکمنستان ته ورسېد.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان، د سولې او باور په نړیوالې ناستې کې د ګډون او وینا په موخه، د ترکمنستان د کابینې د اقتصادي چارو د مرستیال په هرکلي سره د دې هېواد پلازمېنې عشق اباد ته ورسېد.
په دې سفر کې د سولې او باور په نړیوالې ناستې کې د ګډون او وینا سربېره، د ترکمنستان له ولسمشر «سردار بردی محمدوف» او د دې ناستې د ځینو نورو هېوادونو له مشرانو سره هم دوه اړخیزې لیدنې او خبرې اترې وکړي.
ټیګونه