-
تر انګلستان ورسته په ناروې کې هم د افغانستان سفارت تړل کېږي
Sep 10, 2024 03:53په ناروې کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې د سپټمبر په ۱۲مه خپل فعالیت دروي.
-
اسلامي: د اټمي انرژۍ د ادارې د اعلان له مخې د ایران په اټومي پروګرام کې هیڅ انحراف نشته
Sep 07, 2024 12:39پارس ټو ډی - د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر په دې خبرې سره چې استکبار او صهیونیسټان ادعا کوي چې ایران پټ او نا اعلان شوی ایټمي پروګرام لري، ټینګار وکړ: د ایټمي انرجۍ د نړیوالې ادارې د اعلان له مخې د ایران په ایټمي پروګرام کښې هیڅ انحراف نشته.
-
ایران روسیې ته د بالسټیک توغندیو د استولو ادعا رد کړه.
Sep 07, 2024 11:09په ملګروملتونو کې د ایران دایمی استازي تیر ماښام په داسې حال کې چې روسیې ته د بالسټیک توغندیو د استولو ادعا یې رد کړه، اعلان وکړ چې د اوکراین د شخړې په اړه د ایران د اسلامي جمهوریت دریځ نه دی بدل شوی.
-
د روان کال تر اکتوبر به ۱۲نيم ميليونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ وي
Sep 07, 2024 02:46په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پرګرام ډبيلوايفپي څانګه اټکل کوي، چې د تېرې مې او راروانې اکتوبر میاشتو ترمنځ موده کې به نژدې دولس نیم میلیون افغانان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخامخ وي.
-
تروریزم د افغانستان او نړۍ د امنیت لپاره یو تر ټولو جدي ګواښ دی
Sep 07, 2024 02:43په ملګرو ملتونو کې د اسلووني استازي سامویل ژبوګار او د امنیت شورا پړاویز رييس د یوې اعلامیې له لارې په کابل کې وروستی برید غندلی او ويلي چې د هرې بڼې تروریزم په افغانستان او نړۍ کې د سولې او امنیت لپاره تر ټولو جدي ګواښ دی.
-
د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره د یوناما د مشرې لیدنه
Sep 05, 2024 12:08د یوناما د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي چې یوناما به په افغانستان کې د کوکنارو د بدیل کښت په اړه د هېوادونو او خصوصي موسسو له استازو سره غونډه ترسره کړي.
-
په افغانستان کې د ښځو د حقونو پر وړاندې د کابو ۷۰ فرمانونو صادرېدل
Sep 05, 2024 12:04د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي چې د افغانستان سرپرست حکومت په تېرو درېیو کلونو کې، د ښځو د حقونو په اړه لږ تر لږه اویا فرمانونه صادر کړي دي.
-
په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په اړه اندېښنې
Sep 05, 2024 11:38د ملګرو ملتونو سرمنشي آنتونیو ګوترش امنیت شورا ته په خپل نوي راپور کې، په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې د مخ پر زیاتیدونکي ګواښونو په اړه، خبرداری ورکړی.
-
په ایران کې د بهرنیو اتباعو د تظنیم هر اړخیز پلان جزئیات وڅېړل شول
Sep 04, 2024 02:30په افغانستان کې د ایران د سفیر او د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قومي په کوربتوب د ایران د دولتي او پوځي چارواکو ترمنځ د یوې غونډې په ترڅ کې په ایران کې د بهرنیو اتباعو د تنظیم هر اړخیز پلان جزئیات وڅیړل شول. .
-
روسیې د تهران او مسکو ترمنځ د هراړخیزو همکاریو سند د بشپړولو پر اړتیا ټینګار کړی
Sep 03, 2024 02:59د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر د اعلان له مخې، د دغه هېواد او ایران ترمنځ د هراړخیزو همکاریو هوکړه لیک به ډېر ژر بشپړ شي.