ایران روسیې ته د بالسټیک توغندیو د استولو ادعا رد کړه.
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i152128-ایران_روسیې_ته_د_بالسټیک_توغندیو_د_استولو_ادعا_رد_کړه.
په ملګروملتونو کې د ایران دایمی استازي تیر ماښام په داسې حال کې چې روسیې ته د بالسټیک توغندیو د استولو ادعا یې رد کړه، اعلان وکړ چې د اوکراین د شخړې په اړه د ایران د اسلامي جمهوریت دریځ نه دی بدل شوی.
(last modified 2024-09-07T10:16:08+00:00 )
Sep 07, 2024 14:39 Asia/Kabul
  • ایران روسیې ته د بالسټیک توغندیو د استولو ادعا رد کړه.

په ملګروملتونو کې د ایران دایمی استازي تیر ماښام په داسې حال کې چې روسیې ته د بالسټیک توغندیو د استولو ادعا یې رد کړه، اعلان وکړ چې د اوکراین د شخړې په اړه د ایران د اسلامي جمهوریت دریځ نه دی بدل شوی.

په ملګروملتونو کې د ایران دایمی استازي تیر ماښام په داسې حال کې چې روسیې ته د بالسټیک توغندیو د استولو ادعا یې رد کړه، اعلان وکړ چې د اوکراین د شخړې په اړه د ایران د اسلامي جمهوریت دریځ نه دی بدل شوی.

په همدې حال کې د اوکراین په جګړه کې له روسیې څخه د ایران د ملاتړ په اړه د امریکايي سرچینو د ادعاوو په دوام کې د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ویلي دي چې له ایران څخه روسیې ته د بالستیک توغندیو انتقال له مسکو څخه د تهران د ملاتړ په برخه کې یو ستر پرمختګ دی.

دغه امریکايي چارواکي د وال سټریټ ژورنال د ادعا په تکرارولو سره ادعا وکړه چې له ایران څخه روسیې ته د لنډ واټن ویشتونکو بالستیک توغندیو استول به له مسکو سره د تهران د ملاتړ په تړاو د ژور کړکېچ لامل شي.

خو ایران دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد دا ډول ادعاوې په بشپړه توګه درواغ دي او د تهران پر وړاندې د واشنګټن د دښمنۍ پر بنسټ دي.