په یو شواروز کښې عربستان په یمن ۵۳ هوايي بریدونه کړي
پارس ټوډی- د یمن د وسله والو ځوکونو ویاند وویل: عربستان په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې په پلازمینې صنعا او د یمن په ۵ نورو ولایتونو باندې د ۵۳ حملو په کولو سره، ګڼ ملکي وګړي شهیدان کړل.
پارس ټوډی- د یمن د وسله والو ځوکونو ویاند وویل: عربستان په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې په پلازمینې صنعا او د یمن په ۵ نورو ولایتونو باندې د ۵۳ حملو په کولو سره، ګڼ ملکي وګړي شهیدان کړل.
پارس ټوډی لیکلي چې د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع وویل: په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې سعودي جنګي الوتکو په تیره بیا ایف-۱۵ او ټایفون جټونو، چې د «خمیس مشیط» او «طائف» له هوايي اډو پورته شوې وې، د یمن په پلازمینې صنعا او همداشان په تعز، اِب. لحج، صعده او عمران ولایتونو کښې په ملکي سیمو باندې ۵۳ هوايي بریدونه وکړل.
په دغو بریدونو کښې ګڼ کسان شهیدان او زخمیان شول چې زیاتره ښځې او ماشومان دي.