-
ملګري ملتونه په سوډان کښې د پایداره اوربند لپاره کوششونه کوي
Apr 27, 2023 11:55د ملګرو ملتو مرستیال ویاند فرحان حق په دې خبرې سره چې د سواډان حالت باید زرترزره په کنټرول کښې راشي، وویل: ملګري ملتونه په سوډان کښې د اوږدې مودې اوربند د ټینګولو لپاره هلې ځلې کوي
-
د لبنان د وضعیّت د ښه کولولپاره آئيډیاوې او نوښتونه لرو
Apr 27, 2023 02:09امیر عبداللهیان د بیروت په هوائي ډګر کې خبریالانو ته ووئيل،د افغانستان،یمن ،اوکراین ،سوډان او لیبیا پشمول په سیمې کې د امنیت او سولې باندې تمرکز لپاره به خپلو ټولو هلوځلو ته دوام ورکړو.
-
له افغانستان سره په ګډې پولې کې ازغن باړ به ډير زر بشپړ شي
Apr 27, 2023 01:50په داسې حال کې چې له افغانستان سره په پولې کې د ازغن باړ د موضوع په باب د کابل او اسلام اباد چارواکي سره اختلاف لري، د پاکستان د پوځ ویندوي ووئیل، د ګډې پولې په سر د ازغن باړ کار به ډير زر بشپړ شي.
-
له بندیزونو سره سره د روسیې او ایران اړیکې مخ په پراختیا دي
Apr 27, 2023 00:54د روسیې د پارلیمان (دوما) مشر ووئيل، په روسیې د لویدیځ وروستیو بندیزونو او دباؤنو وښودله ،حق د نظر له هغوخاوندانو سره ؤ چې له دې مخکې ئې له ایران سره د اړیکو په پراختیا ټينګار کاوۀ.
-
اسلام آباد او بیجینګ د سیمه ایزې سولې او ثبات لپاره غږمله دریځونه لري
Apr 27, 2023 00:35اسلام اباد او بیجینګ دیوه بل سټراټژیک دوستان او پخواني شریکان حسابیږي چې په وروستیو لسیزو کې ئې په اقتصادي، سیاسی ،امنیتي ، پوځي او سیمه ایزو تعاملاتو په حوزو کې ئې د پام وړ ترحده دوه اړخیزې ملګرتیاوې درلودلي دي.
-
ایران د یمن د بحران د حل لپاره د هرډول نوښت هرکلی کوي
Apr 26, 2023 09:00د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان چې دعمان په سفر تللی، په مسقط کې ئې د ایران په سفارت کې د د یمن د ملی نجات حکومت د مرکچي ټيم له مشر محمد عبدالسلام سره په کتنې کې د یمن د ټاټوبی د وحدت او یووالي په اهمیّت ټينګار وکړ. هغه په دغې کتنې کې په یمن کې د بندیانو مبادله او د ا نساني دوسیې په زمینې :ې رامینځةشوي لارې چارې مثبتې وارزولې .
-
افغانستان د هیرمند د اوبو تړون ته هماغه شان ژمن دی
Apr 26, 2023 10:25په افغانستان کې د حقابه په باب کومه ستونزه نشته،د ایران او افغانستان ترمینځ شوي تړون ته ژمن یوو،خو په دې دلیل چې اوبه کله زیاتیږي او کله هم کمیږي او دا وضعیّت له وچکالۍ سره اړه لري او دواړه لوري ورڅخه تاوان ویني.
-
احمد مسعود په افغانستان کې له طالبانو سره دجنګ د ختمیدا لپاره شرط وټاکۀ
Apr 26, 2023 10:04احمد مسعود د آسټریا په ویانا کې د طالبانو دمخالفو شخصیّتونو ددوهمې غونډې ترڅنګ له ځينو لویدیځي رسندویو سره په خبرو کې مدعی شو چې د افغانسان زیاتره خلک طالبان نه غواړي ، او اوسنی وضعیّت پر دوي تپل شوی دی.
-
د ایران په جنوب ختیځ کې زیات شمیر وسله ونیول شوه
Apr 26, 2023 09:11دتیر ستمبر له وروستیو راهسې د ایران په ځينو سیمو کې د داسې بلواؤ شاهدان وو چې په هماغه لومړنیو شپو ورځو کې ددغو بلواؤ په پراختیا کې د ځينو دودیزو او ماډرنو رسندویو رول رابرسیره شوی ؤ.
-
په سوډان کې دنښتو له امله د اوبو،بریښنا اوخوراکي موادوکمښت رابرسیره شو
Apr 26, 2023 08:27د سوډان د پوځ او چټک غبرګون ځواک ترمینځ د نښتو له لس ورځو تیریدا وروسته پرون اعلان شوی چې دواړه لوري د اوربند د ټينګیدا لپاره سره پخلا شوي دي.