اقتصادي بندیزونو د افغانستان د پرمختګ مخه نیولې
د طالبانو د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر قاري دین محمد حنیف پرون ناوخت په کابل کې د جاپان هېواد له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي چې نړیوالو بندیزونو د افغانستان د اقتصادي ودې، سوداګرۍ او په هېواد کې د پانګونې مخه نیولې ده.
د کلید ګروپ د خبر له مخې، ده زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو له خوا پر افغانستان پرلپسې بندیزونه، د امریکا له خوا د افغانانو د شتمنۍ کنګل پاتې کېدل او پر بانکي سکټور محدودیتونه د دې سبب شوي، چې د هېواد پر اقتصادي وضعیت مخامخ منفي اغېز وکړي او په کور دننه او بهر راکړه ورکړه ورسره کمه شي.
نوموړي له جاپاني لوري څخه غوښتني چې د افغانستان شته ستونزو د حل په هدف له نړیوالو سره خبرې وکړي.
د چارو شنونکي هم وایي، د شته ستونزو د هواري لپاره اړتیا ده چې له نړیوالو سره سیاسي تعامل وشي.
که څه هم پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ دوه کاله په پوره کېدو دي، خو لاهم کوم هېواد د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او پر افغانستان لګېدلي بندیزونه لاهم پر ځای پاتې دي.
له دې سره پر یو وخت په هېواد کې لوږه او بېکارۍ اوج ته رسېدلې چې د اوچا ادارې د معلوماتو له مخې، اوسمهال تر ۲۸میلیونه ډېر افغانان بشري مرستو ته بیړنۍ اړتیا لري.