-
په افغانستان کې روان کال ۵۹۳۹ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
Oct 27, 2020 08:14په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر، یونما له لوري د ملکی تلفاتو په اړه په خپاره شوي راپور کې راغلي چې د روان ۲۰۲۰م کال له پیله تر دې دمه ۵۹۳۹ افغان ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
-
ملګري ملتونه دې له اسلامه د ویرونې مخه ونیسي
Oct 27, 2020 04:09د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له ملګرو ملتو وغوښتل چې له اسلامه د ویرونې او په نړۍ کښې د اسلام خلاف د کرکې د مخنیوي لپاره خپل رول ولوبوي.
-
د بشریّت د ژغورونکي امامت دې پر ټولو مبارک وي
Oct 26, 2020 01:38د تهران ریډیو درست کارکونکي د بشریّت د ژغورونکی امام مهدی عجل ا... تعالی فرجه الشریف د امامت د لړۍ د پيلیدا په مناسبت د نړۍ درستو پتمنو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته د زړه له کومې مبارکي وائي .
-
ایران د IAEA له پلټونکو سره ښه ملګرتیا کوي
Oct 26, 2020 04:17دایټمي انرژۍ د نړیوال آژآنس مشر پخپل تر ټولو وروستی راپور کې چې دستمبر په دریمه نیټه د واکمنې شورا غړو ته ورکړل شوی ، تائيد کړې ده چې دایران د پخو شوو یورانیمو د زیرمه کولو اندازه زیاته شوې ده .
-
د انتخاباتو په درشل کې په امریکا کې دوسلو پيرپلور تروحشتناک حده رسیدلی
Oct 26, 2020 03:09دغه راپور په داسې شرائطو کې خپریږي، چې برلاسه تفکر لرونکوسپین پوستو او توکمپالو ډلو په پراخ ډول ځانونه په ډول ډول وسلو سنبال کړي دي او په دوي کې زیاتره ډلې ټپلې د ډونالډټرمپ پلویان دي او خبرداری ئې ورکړی دی ،چې که په انتخاباتو کې ماته وخوري ، نو دنتیجو په نه منلو سره به د عمل ډګر ته ودانګي .
-
ګلبدین حکمتیار د پرَدیو په اشارو غږیږي
Oct 26, 2020 01:53د افغانستان د ولسمشرۍ د ماڼۍ ویندوي صدیق صدیقي هم په دغه هیواد کې د موقته حکومت د جوړیدا په باب دحکمتیار دڅرګندونو په غبرګون کې وئيلي دي ، هغه په وروستیو کلونو کې له حکومتونو سره له مخالفتونو او له دغه شان څرګندونو پرته ، دافغانستان د ملت لپاره بل هیڅ پیغام نه دی درلودلی .
-
طالبان هماغه رازد القاعدې ترهه ګروسره اړیکې لري
Oct 26, 2020 01:26اشرف غني ټينګار کړی ،طالبان باید عملاً د افغانستان خلکو، حکومت او نړیوالو ته دا ثابته کړي چې د القاعدې پشمول له درستو ترهه ګرو ډلو ټپلو سره اړیکې پرې کوي، له جګړو او تاوتریخوالي لاس اخلي او د دایمي اوربند په منلو سره په هېواد کې د تلپاتې او باعزته سولې د تامین زمینه برابروي .
-
اسلامي هیوادونه دې دفرانسوي شیانو دخرڅلاؤممنوعیّت لغوه کړي
Oct 26, 2020 04:10په درستې نړۍ په تیره بیا په اسلامی او عربی نړۍ کې د : فرانسوي شیانو بایکاټ : نومې هشتګ په لومړني ټرنډ بدل شوی او ډیرو له دغو شیانو څخه استفاده منع کړې ده ، چې دغې چارې د فرانسې اولویدیځي نړۍ زیاتره شرکتونه او اورګانونه سربداله کړي دي .
-
سوډان له تل ابیب سره داړیکو لپاره دد ښمن وړیا خدمت کوي
Oct 26, 2020 04:00له اسرائيلي جنایتکار رژيم سره داړیکو دعادي کولو لپاره د عربو رژيمونو هڅه په داسې حال کې ده چې صهیونیسټي وحشي رژيم کلونه کلونه کیږي ، د فلسطینیانو په سختو ځپلو سربیره ، د اسلامی عربی ټاټوبو ډيری سیمې ئې هم نیولي او په یهودیّت ئې د بدلولو په هڅو کې دي
-
دافغانستان د بحران یوازینی حل دموقتي حکومت جوړول دي
Oct 25, 2020 12:22ګلبدین حکمتیار څو ورځې مخکې پاکستان ته په سفر تللی ؤ او ددغه هیواد له لوړپوړو سیاسی اوپوځي چارواکو سره ئې لیده کاته کړي ؤ چې البته پاکستان ته د حزب اسلامی د حکمتیار ډلې دمشر دغه سفر په افغانانو کې یو لړ غبرګونونه هم درلودلي وو .