د بشریّت د ژغورونکي امامت دې پر ټولو مبارک وي
د تهران ریډیو درست کارکونکي د بشریّت د ژغورونکی امام مهدی عجل ا... تعالی فرجه الشریف د امامت د لړۍ د پيلیدا په مناسبت د نړۍ درستو پتمنو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته د زړه له کومې مبارکي وائي .
د حضرت امام حسن عسکري علیه السلام له شهادت وروسته د هغه بزرګوار زوی او د امامت د آسمان تر ټولووروستی ځلانده ستوری حضرت امام مهدي عجل ا... تعالی فرجه الشریف دامامت مقام ته ورسید.
حضرت امام مهدي (عج) دخپل پلار بزرګوار حضرت امام حسن عسکري علیه السلام پر جنازې له لمانځه اداکولو وروسته د خداي په اذن سره له نظرونو پټ شو ، او له هماغه و خته وه چې د حضرت امام مهدي د لومړني غیبت پړاؤ پیل شو چې په غیبت صغری مشهور دی ،دغه پړاؤ له ۲۶۰قمری کاله پیل شوی او تر ۳۲۹قمری کال پورې ئې دوام کړی چې په دغه پړاؤ کې امام بزرګوار د خپلو خاصو استازو په وسیله له مسلمانانو سره خپلې اړیکې درلودې ،خو له دې وروسته یعني له ۳۲۹قمری کاله وروسته ئې بیا بل استازی نه دی معرفی کړی او دهغه بزرګوار غیبت کبری پیل شوی چې دخداوندمتعال په فرمان سره به ظهور کوي او درسته نړۍ به له عدل او انصافه ډکوي .
اللهم عجل علی ظهورک
د تهران ریډیو درست کارکونکي د بشریّت د ژغورونکی امام مهدی عجل ا... تعالی فرجه الشریف د امامت د لړۍ د پيلیدا په مناسبت د نړۍ درستو پتمنو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته د زړه له کومې مبارکي وائي .