-
جاپان په تېرو ۴ کلونو کې له افغانستان سره ۵۵۰ میلیون ډالره مرسته کړې
Jan 19, 2026 10:02په کابل کې د جاپان سفیر «کینیچي ماساموتو» د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر، مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ویلي چې، هېواد یې له تېرو څه باندې ۴ کلونو راهیسې له افغانستان سره ۵۵۰ میلیون ډالر مرسته کړې ده.
-
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اور لګېدنې له امله د مرګ ژوبلې شمېره ۳۶ ته ورسېده
Jan 19, 2026 09:51د پاکستان د کراچۍ ښار په ګل پلازه کې لګېدلی اورله ۳۳ ساعتونو وروسته مهار شوی دی. د ژغورنې عملیاتو پر مهال ۸ نور مړي هم موندل شوي دي.
-
عراقچي: د عینالاسد تخلیه د عراق د ثبات د پیاوړتیا نښه ده
Jan 19, 2026 09:29پارسټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: له عینالاسد څخه د امریکا وتل او بغداد ته یې سپارل، د عراق د ثبات او حاکمیت د پیاوړتیا نښه ده.
-
قالیباف: د صهیونیسټي رژیم هدف د اسلامي امت کمزوري کول او تجزیه کول دي
Jan 19, 2026 09:13پارسټوډې – د ایران د اسلامي شورا رئیس وویل: صهیونیسټان د تفرقې او بېثباتۍ د رامنځته کولو له ستراتیژۍ سره هڅه کوي اسلامي هېوادونه کمزوري او تجزیه کړي، څو په دې وسیله پر سیمې خپل تسلط ټینګ کړي.
-
پوتین د افغان طالبانو د سفیر باورلیک ومانه
Jan 16, 2026 02:34د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې د افغان طالبانو د سفیر ګل حسن باورلیک ومانه، چې له دې سره د هغه ډیپلوماتیک حیثیت رسمي شو.
-
عراقچي: ایران د هر ډول بهرنۍ لاسوهنې پر وړاندې هوښیار او چمتو دی
Jan 16, 2026 02:07پارسټوډې – د ایران او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د ارامښت د ساتنې، د هېوادونو د حاکمیت درناوي او د تاوتریخوالي د زیاتېدو د مخنیوي لپاره د ډیپلوماتیک رول پر اهمیت ټینګار وکړ.
-
پاکستان: د ایران ملت او دولت به له ننګونو ووځي
Jan 16, 2026 01:57پارسټوډې – د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اړیکو پر ستراتیژیک اهمیت په ټینګار سره وویل: د دې هېواد وروستي بدلونونه د اقتصادي فشارونو او بهرنیو بندیزونو پایله ده.
-
د پاکستان د شیعه علماوو د شورا عمومي منشي: د ایران دښمنان به په پای کې ماتې وخوري
Jan 16, 2026 01:48پارسټوډې – د پاکستان د شیعه علماوو د شورا عمومي منشي د لوېدیځ او امریکا بندیزونو او دسیسو ته په اشارې سره وویل: د ایران دښمنان به په نهایت کې ماتې وخوري.
-
ترکیه: انقره به په سیمه کې د ثبات او امنیت د ټینګښت لپاره هڅې وکړي
Jan 16, 2026 01:36پارسټوډې – د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د ایران کورنیو بدلونونو او د امریکا او صهیونیسټي رژیم د ګواښونو په اړه وویل چې د ایران کورنۍ ستونزې باید له دننه حل شي.
-
۷۰ سلنه د امریکا رایهورکوونکي؛ له ایران سره جګړې ته «نه» وايي
Jan 16, 2026 01:24پارسټوډې – د نظرپوښتنو پایلې ښيي چې د امریکا اکثریت وګړي د ایران په وړاندې د واشنګټن له پوځي اقدام سره مخالف دي.