لاریجاني: تاسو نه پرېږدو څو خپله خطا ومنئ او تاوان ورکړئ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i171380-لاریجاني_تاسو_نه_پرېږدو_څو_خپله_خطا_ومنئ_او_تاوان_ورکړئ
پارس ټوډې – د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي لیکلي:  د جګړې پیلول آسانه دي، مګر پایته رسول یې په څو ټویټونو سره نه ترسره کېږي. تاسو نه پرېږدو څو خپله خطا ومنئ او د هغه تاوان ورکړئ.
(last modified 2026-03-14T01:23:32+00:00 )
Mar 14, 2026 05:50 Asia/Kabul
  • لاریجاني: تاسو نه پرېږدو څو خپله خطا ومنئ او تاوان ورکړئ

پارس ټوډې – د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي لیکلي:  د جګړې پیلول آسانه دي، مګر پایته رسول یې په څو ټویټونو سره نه ترسره کېږي. تاسو نه پرېږدو څو خپله خطا ومنئ او د هغه تاوان ورکړئ.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي لاریجاني په ایکس ټولنیزه شبکه کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ ته په خطاب کې ولیکل: بیا هم ټرمپ ویلي چې، باید په دې جګړه کې په چټکۍ سره بریا ته ورسېږو. د جګړې پیلول آسانه دي، مګر پایته رسول یې په څو ټویټونو سره نه ترسره کېږي. تاسو نه پرېږدو څو خپله خطا ومنئ او د هغه تاوان ورکړئ.

لاریجاني همدارنګه په یوه بل ټویټ کې د ټرمپ ګډوډو څرګندونو په ځواب کې لیکلي وو: ټرمپ ویلي چې کولای شم په یوه ساعت کې د ایران برښنا له منځه یوسم، مګر دا کار مې ونه کړ. البته که دا کار وکړي، په نیم ساعت کې به ټوله سېمه په تیاره کې وي. او تیاره په سېمه کې د امریکا د تښتېدونکو پوځیانو د ښکار کولو لپاره ښه فرصت برابروي.