-
د هرمزګان ولایت درې نور پلونه او یوسرُنګ د امریکاپه هوائي حملې کې زیانمن شول
Jul 18, 2026 05:35د ایران د هرمزګان ولایت مقام وئيلي دي، د امریکائي صهیونسیټي دښمن په دوامدارو بریدونو کې، نن سهار وختي په دغه ولایت کې درې نور پلونه او یو سرُنګ هم د امریکائي ترهه ګر پوځ په بمباریو کې زیانمن شول.
-
په اردن او کویت،عربستان او بحرین کې کې د امریکا پوځي اډې د ډرونز او توغندیو په شیشت کې
Jul 18, 2026 05:25د «صاعقه» عملیاتو په څوارلسم ،پنځلسم او شپاړسم پړاؤنوکې تر څو ساعته مخکې پورې په اردن ،عمان ،کویت ،بحرین او عربستان کې د امریکا د پوځ ستراتیژیک مرکزونه په نښه شول.
-
اغېزشیندونکي او هدفمند بریدونه به د آرامښت تربېرته ستنېدو دوام ولري
Jul 18, 2026 05:03پارس ټوډې – د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د هوا ـ فضا ځواک قوماندان ټینګار وکړ چې د دوي اغېزشیندونکي او ټارګټيډ بریدونه به تر هغې دوام ولري، څو بېرته آرامښت تأمین شي.
-
امریکا قرباني نه ،بلکې ترهه ګره او یرغلګر ه ده
Jul 15, 2026 14:18پارس ټوډې – په ملګرو ملتو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر د امنیت شورا په غونډې کې د امریکا هغه ادعاوې یې بېبنسټه وبللې او ټینګار ئې کړی چې واشنګټن د جنایتونو قرباني نه ،بلکې جنایتکار او یرغلګر هیواد دی، او د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد د تورونو د لګولو لپاره هېڅ حقوقي، سیاسي او اخلاقي روا والی نه لري.
-
قالیباف امریکائی مشرانو ته خبرداری ورکړ؛که یرغل وکړئ نو سخت ګوزار به وخورئ
Jul 09, 2026 07:38هرمزتنګی ، د امریکا په دړکو او ګواښونو سره نه ،بلکې یوازې په ایرانیو ترتیباتو سره پرانیستل کیږي .
-
د امام حسین (ع) په سپېڅلي حرم کې د شهید امام د جنازې لمونځ ادا شو
Jul 09, 2026 05:24پارس ټوډې - دغه لمونځ د عراق د ستر دیني مرجع آیت ا... سیستاني نماینده شیخ عبدالمهدي کربلایي ادا کړ او په دغو پرتمینو او ولولناکو دستورو کې په میلیونونو کسانو ګډون وکړ.
-
مقاومت نور یوازې په جغرافیائي پولو پورې محدود نه دی
Jul 06, 2026 05:37پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواک قوماندان او د اسلامي انقلاب د شهید رهبر ستر سلاکار، د مقاومت د جبهې په پراخېدو باندې په ټینګار سره وویل چې د اسلامی انقلاب د رهبر له شهادت وروسته به هم د مقاومت لاره دوام ومومي.
-
سياېناېن راپور ورکړی؛ تهران د ترټولو سترې جنازې د مراسمو لپاره تیار شوی
Jul 06, 2026 05:11یوې امریکایي رسنۍ راپور ورکړی چې تهران د اسلامي امت د شهید لارښود له وروستي وداع وروسته د تاریخ د تر ټولو سترې جنازې د مراسمو لپاره چمتووالی نیسي.
-
د ایران د شهید رهبر د سپېڅلي جنازې لمونځ نن سهار ۸ بجې کیږي
Jul 04, 2026 14:40پارس ټوډې – د اسلامی انقلاب د شهید رهبر د جنازې د مراسمو رسمي رسنۍ وئيلي دي، د شهید مجاهدرهبر امام خامنه اي او د هغه د کورنۍ د شهیدانو پر سپېڅلو پیکرونو به د جنازې لمونځ نن یکشنبه د سهار په اتو بجو د تهران په امام خمیني مصلی یا عیدګاه کې ادا شي البته د لمانځه دستورې به له شپږو بجو پیلیږي.
-
په نړیوالو رسنیو کې د د شهید رهبر د الوداعي دستورو پراخ انعکاس
Jul 04, 2026 16:36د ایران د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د سپېڅلي جسد د وروستۍ وداع مراسم، د ترسره کېدو په شپو ورځو کې د نړیوالو په تیره بیا د آسیايي رسنیو په مهمو خبري موضوعګانو کې ځاي وموند.