امریکا  قرباني نه ،بلکې ترهه ګره  او یرغلګر ه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i175198-امریکا_قرباني_نه_بلکې_ترهه_ګره_او_یرغلګر_ه_ده
پارس ټوډې – په ملګرو ملتو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر د امنیت شورا په غونډې  کې د امریکا هغه ادعاوې  یې بې‌بنسټه وبللې او ټینګار ئې کړی چې واشنګټن د   جنایتونو قرباني نه ،بلکې جنایتکار او یرغلګر هیواد دی، او د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد د تورونو د لګولو لپاره هېڅ حقوقي، سیاسي او اخلاقي روا والی  نه لري.
(last modified 2026-07-15T09:51:39+00:00 )
Jul 15, 2026 14:18 Asia/Kabul
  • په ملګرو ملتو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر امیر سعید ایرواني  
    په ملګرو ملتو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر امیر سعید ایرواني  

پارس ټوډې – په ملګرو ملتو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر د امنیت شورا په غونډې  کې د امریکا هغه ادعاوې  یې بې‌بنسټه وبللې او ټینګار ئې کړی چې واشنګټن د   جنایتونو قرباني نه ،بلکې جنایتکار او یرغلګر هیواد دی، او د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد د تورونو د لګولو لپاره هېڅ حقوقي، سیاسي او اخلاقي روا والی  نه لري.

د پارس ټوډې د راپور له مخې،  امیر سعید ایرواني پرون ناوخته  د ملګرو ملتو سرمنشي او د امنیت شورا مشر ته په یوه لیک کې ولیکل:هغه ادعا چې ګواکې ایران یمن ته د امنیت شورا د اړوندو پرېکړه‌لیکونو خلاف وسلې لېږدوي، ناسم او بې‌اساس تور دی. دغه ادعا د باور وړ او خپلواکه هیڅ  سند له خوا نه ده تأیید شوې او یوازې یوه بله هڅه ده چې د امریکا د غیرقانوني او بې‌ثباته کوونکو اقداماتو څخه د نړۍ پام واړول شي.

په ملګرو ملتو کې د ایران سفیر زیاته کړې ده :دا یو جوړ شوی او بې‌بنسټه تور دی چې موخه ئې د امنیت شورا ګمراه کول او له  هغو ناوړه جنایتونو څخه د پام اړول دي چې امریکا ئې د ایران د خلکو پر وړاندې ترسره کوي.

هغه وویل:امریکا په یمن او د سیمې په پراخې جغرافیې کې د سولې او امنیت د کمزوري کولو اصلي مسئولیت پر غاړه لري. امریکا د یمن پر ضد د خپلو یرغلګرو اقداماتو له لارې د ۲۰۲۲ کال د اپرېل د اوربند تړون له خپلې اصلي لارې منحرف کړی او د ملګرو ملتون  تر منځګړیتوب لاندې ئې سیاسي بهیر بندون ته رسولی دی.