-
په غزه کې تر ۷ زره ډېر کسان لادرکه دي
Dec 12, 2023 09:05د فلسطین د روغتیا وزارت چارواکو ویلي چې د اکټوبر له اوومې نېټې راهیسې د صهیونیسټي رژیم په هوایي بریدونو کې ۱۸زره او ۲۰۵تنه فلسطیني وګړي شهیدان شوي او ۷۶۰۰ نور لادرکه دي.
-
لوېدیځ قدرتونه باید له اسرائیلو سره همکاري بنده کړي
Dec 10, 2023 04:35د پاکستان د ګوندونو مشرانو په یوې ناستې کې ټینګار وکړ، چې لوېدیځ قدرتونه باید د فلسطینیانو په خلاف د جنایتونو په ترسره کولو کې له اسرائیلی رژیم سره له ملګرتیا لاس واخلي.
-
د شیکاګو ډاکټرانو د فلسطین د خلکو ملاتړ کړی
Dec 10, 2023 02:58د امریکا د شیکاګو ښار روغتیایي کارکونکو د هنر موزیم مخې ته په راټولېدو سره، د غزې پر روغتیایي زیربناوو باندې پر پراخو بریدونو اعتراض وکړ.
-
نیم میلیون فلسطینیان د لوږې او تندې له خطر سره مخ دي
Dec 10, 2023 02:01د غزې ښاروال اعلان وکړ چې پر غزې د صهیونیسټي رژیم د پرلپسې بریدونو په پایله کې، نیم میلیون فلسطینیان د لوږې او تندې له خطر سره مخامخ دي.
-
افغانستان ته د اسلامي هېوادونو د علماوو د پلاوي سفر
Dec 02, 2023 02:43د اسلامي هېوادونو د دیني عالمانو یو پلاوی له طالب چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته تللی.
-
له افغانستان سره مرسته د نړۍ پر مسلمانانو فرض ده
Dec 01, 2023 08:29د اسلامي نړۍ د عالمانو ټولنې د پلاوي مشر ډاکټر علي قرداغي ویلي چې د افغانستان له خلکو سره مرسته د نړۍ پر ټولو مسلمانانو فرض ده.
-
ګوتریش ۲۰۲۳ کال د ځمکې پر مخ تر ټولو ګرم کال اعلان کړ
Dec 01, 2023 02:03د ملګرو ملتونو سرمنشي د اقلیم د بدلون په اړه د سازمان کلنۍ غونډې ته په یوه ویډیويي پیغام کې ۲۰۲۳ کال د ځمکې پر مخ تر ټولو ګرم کال بللی او د اقلیم د ګډوډۍ د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی.
-
د سیمې د نوې سیاسي جغرافیې ځانګړنې د مقاومت په محورونو سره دي
Nov 29, 2023 12:48د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې خبرې سره، چې د نړیوال مقاومت د محور رامنځته کېدو په اړه د امام خمیني (ره) زېری، نن په سیمه کې په حقیقت بدل شوی دی، څرګنده کړه: د مقاومت محور د سیمې د برخلیک د بدلولو په حال کې دی چې یوه بېلګه یې، همدا الاقصی طوفان دی.
-
په غزه کې د ملګرو ملتونو د دایمي اوربند غوښتنه او د شخړو د پراخېدو په تړاو خبرداری
Nov 29, 2023 13:51د سه شنبې په ورځ په غزه کې د موقتي اوربند په پنځمه ورځ، ملګرو ملتونو دوې غونډې وکړې چې یوه یې په عمومي اسامبله کې د صهیونیسټي رژیم او حماس تر منځ د جګړې په اړه او بله یې د امنیت په شورا کې د منځني ختیځ د حالاتو په اړه وه، چې په دې ناستو کې په سیمې کې د دایمي اوربند پر اړتیا ټینګار وشو.
-
په جاپان کې یوه امریکايي پوځي الوتکه نسکوره شوې ده
Nov 29, 2023 08:59د جاپان ساحلي ګارډ د جاپان په سویل لوېدیځ کې د یوې امریکايي پوځي الوتکې د نسکورېدو خبر ورکړی.