-
غریبآبادي: له امریکا سره هر ډول تفاهم باید د ایران ملي ګټې تضمین کړي
Jun 05, 2026 15:25پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال ټینګار وکړ: تر هغه چې د ایران ملي ګټې په بشپړه توګه تضمین نه شي، له امریکا سره به هېڅ تفاهم لاسلیک نه شي.
-
بقایي: د بېګناه ماشومانو وژل پر انساني وجدان تعرض دی؛ بېګناه ماشومان په کومه ګناه په جګړو کې وژل کېږي؟
Jun 05, 2026 15:45پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند «د یرغل له امله د قرباني شویو بېګناه ماشومانو نړیوالې ورځې» په مناسبت په یوه پیغام کې ولیکل: هر هغه ماشوم چې د یرغلګرو د جنګي جنایتونو له امله وژل کېږي یا زیان ویني، د انسانیت یوه برخه ورسره خاورو ته سپارل کېږي.
-
بقائي: د امام خمیني یاد د ایران او نړۍ په حافظې کښې له بل هر وخته ډیر ژوندی دی
Jun 05, 2026 07:28پارس ټوډی- د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: د امام خمیني(رح) یاد او نوم د شلمې پيړۍ د ترټولو اغیزناک شخصیت په توګه د ایران او نړۍ په سیاسي او تاریخي حافظه کښې له بل هر وخت نه ډیر ژوندی دی.
-
عراقچي: هر ډول دښمنانه اقدام به له سمدستي او پرېکنده ځواب سره مخ شي
Jun 04, 2026 06:37پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: زموږ وسله وال ځواکونه له ځانه د مشروع دفاع د حق په چوکاټ کې، د دفاعي بریدونو د ترسره کولو په حال کې دي.
-
د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیزوالي: اجازه نه ورکوو چې د امت د شهید امام وینه ترپښو لاندې شي
Jun 04, 2026 06:36پارس ټوډې – د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیزوالي په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی چې د امت د شهید امام او نورو شهیدانو وینه به ضایع کېدو ته پرېنږدي.
-
امریکا نه شي کولای نړۍ د خپلو جنایتونو له حقیقت څخه واړوي
Jun 04, 2026 05:09پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه پیغام کې ولیکل: د ایران پر وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر بېبنسټه ادعاوې نه شي کولای نړۍ د هغوی د جنایتونو له حقیقت څخه منحرفه کړي.
-
روبیو: اوس هیڅ افغان کډوال امریکا ته د تلو اجازه نه لري
Jun 03, 2026 12:57د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارک روبیو، ویلي چې د اوسنیو مقرراتو له مخې هیڅ افغان کډوال امریکا ته د داخلېدو اجازه نه لري.
-
د لبنان پر بېلابېلو سېمو د صهیونیسټي رژیم په هوايي بریدونو کې ۱۲ کسان شهیدان شول
Jun 01, 2026 14:28پارس ټوډې – د صهیونیسټي رژیم د یکشنبې ورځې او شپې په بریدونو کې، چې د لبنان د جنوب پر ښارونو او کلیو له ۳۶ ځلو زیات ترسره شول، ۱۲ کسان شهیدان او ۳۵ نور ټپیان شول.
-
بقائي: د فلسطیني سړي په امیدوارې میرمنې د هالینډ د پولیسو برید د بشري حقوقو څرګنده خلاف ورزي ده
Jun 01, 2026 12:05پارس ټوډی- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د یو فلسطیني سړي په امیندوارې میرمنې د هالینډ د پولیسو حمله د انساني حقوقو څرګنده خلاف ورزي وبلله او د دې کار په هکله یې د هالینډي چارواکو د ځواب غوښتنه وکړه.
-
امریکا د اسرائیلو په ټولو جنایتونو کښې شریکه ده
May 30, 2026 05:03زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «اسماعیل بقايي» وویل امریکا په لبنان ، فلسطین او درسته سیمه کښې د اسرائیلو لخوا په ترسره شویو ټولو جنایتونو کښې شریکه او مرسته کونکې ده.